< وروستۍ لیکنې

د آب زم زم ځانګړتیاوې

2023-05-04

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

حضرت ابراهیم علیه السلام چې د څښتن تعالی ملګری ګڼل کیږي، د پاک خدای له لوري په ډیرو ازمیښتونو کې اچول شوی چې ټول ازمیښتونه يې په خورا زغم او صبر سره ترسره کړي.

یو وار حضرت ابراهیم علیه السلام ته د پاک څښتن تعالی له لوري امر وشو چې خپله میرمن بي بي هاجره او کوچنی ځوی يې حضرت اسماعیل علیه السلام د مکې په دښته کې پریږدي او خپله دې ترې ولاړ شي.

حضرت ابراهیم علیه السلام بي بي هاجره رض او خپل کوچنی ځوی، حضرت اسماعیل علیه السلام د مکې په دښته کې د خدای تعالی هیلې پریښود. په دښته کې د بي بي هاجره رض ځوی تږی کیږي او د څښاک لپاره اوبه غواړي، بي بي هاجره چې له یوې خوا د ځوی لپاره اوبه لټوي، له بلې خوا د ځوی ساتنې غم را خیستې او په ډیره چابکتیا د دوه غونډیو څوکو ته په منډه ځي او راځي ترڅو له لوړې څوکې تر لیرې سیمې د اوبو څرک ولټوي. دې سره د خدای امر په عمل کې راځي او هغه کوچنی ماشوم چې له تندې يې لاس او پښې وهلې، پر ځمکه د پښې په موږلو سره له وچې دښتې د اوبو چینه را پیدا او اسماعیل علیه السلام پرې خپله تنده ماتوي.

څښتن تعالی ته د خپل ملګري حضرت ابراهیم علیه السلام تابعداري او دغه پيښه دومره منل کیږي چې د بي بي هاجرې له یوې غونډۍ نه بلې ته غونډۍ ته منډې وهل د حج برخه ګرځي او همدا ده چې اوس هم مسلمانان د حج ادا کولو په مهال د صفا نه تر مروا او بیا مروا تر صفا غونډې منډې وهي او د بي بي هاجرې سنت ادا کوي. ورته حال کې د حضرت اسماعیل علیه السلام د پښو د حرکت له امله را پیدا شوې اوبه دومره ډیروي چې کابو له ۵۰۰۰ کلونو را نیولې تر دا مهاله اوبه روانې دي او پکې هیڅ کمښت نه راځي.

دغه اوبه د زم زم په نوم یادیږي. وروسته بیا د چینې ځای باندې کوهی کنستل شو چې د کعبې شریفې نه یواځې په ۲۰ مترۍ واټن کې دی.

د مکې په څير دښته کې د یاد کوهي دومره اوږد تاریخ او دوامدارې اوبو د نړۍ ساینس پوهان ګوته په غاښ کړي. دا چې په اسلامي عقایدو کې یادو اوبو ته ډیر ارزښت ورکول کیږي او د څښتن تعالی تر ټولو معتبره وسیله ګڼل کیږي. ورته حال کې ساینسي څيړنو هم د همدې اوبو د ارزښت په اړه خپل مالومات شریک کړي.

لاندې برخه کې د یادو اوبو یو څو ساینسي ځانګړتیاوې چې د ځمکې په سر په نورو اوبو کې نه موندل کيږي، دلته تاسي شریکيږي.

  • د جرمني هیواد د اوبو برخې ساینس پوه، ډاکټر نټ پفیفر چې د میونیخ تر ټولو لوي روغتیايي مرکز مشر دی، د زم زم اوبو په اړه موندلي چې؛ دا یواځینۍ اوبه دي چې د انسان په حجراتو کې د انرژۍ او توانمندۍ کچه لوړوي. مانا دا چې دغه اوبه د بدن هرې برخې ته ور رسي او د بدن تر ټولو کوچنۍ برخې چې حجرې دي، هلته انرژي ور رسوي.
  • څيړنې ښيي چې دا اوبه په نړۍ کې تر ټولو رڼې او ګټورې دي. دا اوبه د فرانسې د هاغه اوبو چې په یو لیټر اوبو کې يې د بائي کاربونیټ کچه ۳۵۷ میلي ګرامه ګډ وي، هم ډیرې ګټورې او خوندورې دې او د بائي کاربونيټ کچه يې په یو لیټر کې ۳۶۶ میلي ګرامه دي.
  • زم زم اوبه د نورو اوبو په پرتله د زخمونو د جوړولو او د دردونو د ټکور ځانګړنې لري. په زم زم کې د کیلشیم او میګنیشیم منرالونو کچه په مناسبه کچه شتون لري. دا اوبه په خپل جوړښت کې د هر ډول جراثیم او میکروبونو د له مینځه وړلو توان هم لري.
  • زم زم اوبه د وینې د کمښت ناروغي له مینځه وړي، د وینې پیدایښت کې مرسته کوي او د بدن دفاعي سیسټم ته توان ورکوي. دا اوبه د بدن څخه ناوړه کیميايي مواد له مینځه وړي.
  • زم زم نه دا چې د انسان تنده له مینځه وړي بلکې تر څنګ يې ولږه هم را کموي.

د پورتنیو ساینسي ځانګړنو ها خوا، د زم زم اوبه په اسلامي او ټولنیز تاریخ کې نورې داسې حیرانونکې ځانګړنې هم لري چې لاندې وړاندې کیږي.

  • دا اوبه په سترګو د وینځلو سره، د سترګو ناروغۍ له مینځه وړي
  • دا اوبه د معدې تیزابیت له مینځه وړي
  • دا اوبه د غاښونو ناروغۍ له مینځه وړي
  • دا اوبه د بدن پوستکی ځوان ساتي او بدن له ناروغیو ژغوري
  • د زم زم اوبو څښلو په مهال که له پاک خدای څخه دوعا وشي، دوعا قبلیږي
  • دا اوبه نه رنګ لري او نه بوي ولې یو ځانګړی خوند لري
  • دا اوبه د ۳۰ ميټره لاندې کوهي څخه را باسل کیږي. د ځمکې لاندې دغه ۳۰ ميټره څخه يې ۱۳ میټره د ډکون مواد ( شږه، ریږ او خاوره) او ورپسې ۱۷ میټره د تیږې سلسله ده چې د همدې تیږې د کوچنیو کوچنیو درزونو څخه دا اوبه راوځي.
  • دا اوبه دومره ډیرې او دوامداره دي چې کابو ۵۰۰۰ کلونو راهیسې را وځي او تر دا دمه بیخي نه دې کمې شوې.
  • د دې کوهي اوبه د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسیږي او کابو ۲ میلیارده خلک يې په ډير ارزښتناکه ډول کاروي.

تاسي د زم زم اوبو څښکلي او که نه، که څښکلي مو وي او یا يې په اړه څه مالومات لرئ؛ نو دلته يې موږ سره په کمنټ کې شریک کړئ. دا پیغام د څښتن تعالی د دې لورینې په ډول تر نورو خلکو ورسوئ. درنښت

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS