پوهنتون ویب پاڼه
وروسته پاتې او کلیشه ټولنه کې تر ټولو زیات له پامه غورځیدونکی قشر کشران دي. دا چې افغاني ټولنه هم د جنګونو له امله خورا شاته پاتې؛ نو دلته هم دا قشر تل د احترام او درناوی په نوم په ظالمانه او ګمراه کوونکيو زنځیرونو تړلي پاتې. د دې تاوان دا دی چې کشران د وخت په تیریدو سست، ویریدونکي، نا زړه او آن چې د انتقامي عادت بڼه غوره کوي. د دې لپاره چې کشران مو په ځان باوري، زړه ور، فکر لرونکي او د ښې راتلونکې څښتان شي، په تاسي يې لاندې حقونه دي، چې باید له همدا نن نه يې په پوره درناوی ور پوره کړئ.
- د زده کړو حق: له بده مرغه ډیری برخه افغانان نالوستي او یا له عصري زده کړو محروم او په پرتله ایزه ډول د ښه اقتصادي حالت نه لري. دوي په ځای د دې چې د خپلو کشرانو د راتلونکې د سمون لپاره لا زیات پام وکړي، په ډیره بې پروايۍ د خپلو کشرانو راتلونکي په اړه بې تفاوته پاتې کیږي. خپل کشران مو باید په داسې زده کړو و روزو چې راتلونکي کاري بازار، روغتیايي ژوند، اقتصادي سیالیو او ټولنیزو مسؤلیتونو ته جواب ویونکي ووسي.
- روغتیايي او فکري پام: په وروسته پاتې ټولنو کې کشران په سختو فزیکي کارونو، بې ځایه ټولنیزو ښکیلتیاوو، تتو کاري ښکیلتیاوو، مذهبي او سمتي توند لاریو، پردیو سیاسي مفکورو ښکار لاندې راځي. د دې لپاره چې کشران مو د روغتیايي او فکري پلوه پیاوړي، روغ او خپلواک وي، کشران باید په پوره پام او پوهاوۍ وروزل شي.
- کورنۍ او ټولنیزو چارو کې برخه ورکول: وروسته پاتې او په ځانګړې توګه افغانۍ ټولنه کې کشران د ټولو کورنیو، کلتوري او ټولنیزو ښکیلتیاوو کې له پامه غورځول کیږي. کشران د مشورې، تصمیم او واک ورکولو په ځای یواځې د چوپړیال او له برنامې وتلي په ډول چلن ښکار کیږي. دا کار کشران په فکري ډول بې موراله، پردي او بې کاره روزي چې باید له دې کار نه ډډه وشي.
- د نظر څرګندولو حق ورکول: د وروسته پاتې ټولنې دا دود بیخي عام دی چې کشرانو ته د خبرو او یا نظر څرګندولو واک نه ورکوي. ډیری ټولنو کې د مشرانو په مخ کې د کشرانو خبرې کول، موضوع کې را شاملیدل او یا پرې نظر ورکول بې ادبي ګڼل کیږي چې یو ناکاره، ناوړه او چټي دود دی. وروسته پاتې ټولنو کې هغه کشران ډیر ښه خلک ګڼل کیږي چې په ناستو او د مشر په وړاندې غلی پاتې کیږي. دا کار په ټوله مانا کشران ډارن، بې زړه او بې موراله لویوي.
- له ځوروونې او تشدد خوندي چاپیریال ورکول: کشران چې ډیری ځایونو کې د مشرانو لخوا په ډیره بې باکۍ ځورول کیږي او یا د کلتوري پلوه تل د مشرانو د رعب او دبدبې لاندې وي، راتلونکی يې د بیلا بیلو ننګونو سره مخ کیږي. د کشرانو د ښې راتلونکې او سوکاله ژوند لپاره اړینه ده چې باید د ځوروونې او تشدد پرته چاپیریال کې لوي شي.
- د شخصي حریم درناوی: وروسته پاتې ټولنو کې د کشرانو لپاره د شخصي حریم په نوم هیڅ نه لیدل کیږي. کشران د ټولو د نظر لاندې وي، د کشرانو په وړاندې د پام یا نظارت په نوم د هغوي شخصي حریم د پښو لاندې کیږي چې دا چاره د کشرانو راتلونکی ګواښي. کشران ځانونه فکري پلوه لوڅ او پردی حسابوي؛ نو همدا ده چې په راتلونکي په ډیرو موضوعاتو کې زغرده تصمیم نشي نیولی.
- په کلتوري، سپورتي او مثبتو ښکیلتیاوو ته پریښودل: د وروسته پاتې ټولنې یو بل ناوړه دود په کشرانو د زده کړو په پلمه د سپورټ، کلتوري او نورو مثبتو ښکیلتیاوو مخه نیول دي. ډیری ځایونو کې د کشرانو لوبې، سیالۍ او کلتوري ساعت تیرۍ ناوړه او ګناه ګڼل کیږي چې دا یوه لویه تیروتنه ده. کشران باید د کورنۍ لخوا په کلتوري لمانځنو کې پوره پوره ښکیل کړای شي. سربیره د دې کشرانو ته باید د هغوي د خوښې سپورټي لوبو او ځانګړې توګه چې پکې د فزیکي تمرین تشه هم ډکوي، پوره پوره چاپیریال برابر کړای شي.
په ټوله کې ویلی شو چې وروسته پاتې ټولنه کې د کشرانو حقونه تل د پښو لاندې کیږي، همدا کشران بیا د سبا مشران وي چې په وړاندې يې د ترسره شویو ناکاره چلن د سند په ډول په نورو کشرانو عملي کوي. دا لړۍ په ټوله کې د وروسته پاتې ټولنې د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري جمود ښکار ګرځي.