< وروستۍ لیکنې

که له زیات وزن (چاغۍ) کړیږی؛ نو شات ( ګبین) وکاروئ

2023-05-23

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

په بدن کې د میټابولزم نیمګړتیا یا د انرژۍ کم جوړښت هغه څه دي چې انسان په بدن کې وازګې پیدا کوي او په ترتیب سره د بدن په ټولو غړو پورې ور نښلي. دا وازګې که څه هم زیرمه شوې انرژۍ دي؛ خو ورځ تر بلې ډيریدا يې د بدن وزن ډیروي او د انسان د چاغوالي لامل کیږي.

دا چاره په لویه کې هاغه سیمو کې ډیره موندل کیږي چې چیرې د خوړو ډیرښت وي او فزیکي کارونه د نشت سره برابر وي.

د یوې سروې له مخې په نړۍ کې دا مهال کابو دريېمه برخه انسانان د چاغۍ ښکار دي چې له امله يې د انسان د بدن غړي چې باید سمې چارې مخې ته یوسي، د ټکر سره مخ کړي او انساني ژوند ګواښي.

د انساني بدن وزن ډیریدل یا چاغښت که پخوا يو ښه حالت ګڼل کیده؛ خو ولې اوسني وخت کې د روغتیايي څيړنو له مالوماتو ښکاره شوې چې د وزن ډيرښت یا چاغ والی لاندې ناروغۍ مخې ته راوړي:

  • د اعصابو ناروغۍ
  • د وینې غوړ والی
  • د ځیګر ناروغۍ
  • د زړه ناروغۍ
  • په تریخې کې د ډبرو شتون ناروغي
  • د هډوکو د بندونو ستونځه
  • د ساه بندۍ ناروغي
  • د نا هضمۍ ناروغي

او دې ته ورته نورې ډیرې چې باید له روغتیا پالانو وپوښتل شي. خو دې لیکنه کې دا لارښوونه وړاندې کیږي چې څنګه طبیعي شات د انساني بدن چاغوالی له مینځه وړي او انسان ته روغه څټه وربښي.

طبیعي شات هغه خواړه دي چې په کارولو يې د بدن زیاتي وازګې او په رګونو کې شته غوړ والی راکموي او په همدا ډول د زړه د ناروغیو د کموالي لامل ګرځي.

په همدې تړاؤ موندنې ښيې چې هر ماښام د څملیدا مخکې یوه قاشوغه طبیعي شات کارولو سره په ۳ اونۍ کې د بدن چاغوالی مهاریږي او د زیاتوالي مخه يې نیسي. له دې سربیره د زیات وزن د کمولو لپاره په خوړو کې طبیعي شات کاروول هغه څه دي چې د انسان روغتیايي حالت تضمینوي. د همدې تضمیني حالت لپاره باید د خوړو عادي رژیم کې د ډیرو نورو خوړو په ځای طبیعي شات ور ځای شي.

  • د بورې په ځای طبیعي شات وکاروئ: د ورځني خوراکي رژیم نه مو خوږه/بوره لیرې کړئ او په ځای يې طبیعي شات وکاروئ. په چای، قهوه، کافي او نورو خوږو خوړو کې د بورې په ځای شات وکاروئ. په بازار کې د بورې ګرانښت ته په کتو، دا کار اوس ډیر عادي ګرځیدلی او ټول هغه انسانان چې طبیعي شات کاروئ، د حاصل په وخت کې يې له بازار نه ډیر په ارزانه رانیولی شي.
  • طبعي شات او تړمې اوبه هغه څښاک دی چې د انسان بدن څخه وازګینې برخې له مینځه وړي او زیاتي وزن نورمال حالت ته را اړوي. هره ورځ سهار په نهاره یو ګیلاس تړمې اوبه، یوه قاشوغه طبیعي شات او یو لیمیو سره حل او دوامداره يې وکاروئ. دې سره مو بدن صحتمن او او توانمن کیږي.
  • شات او دارچیني هغه څه دي چې په دوامداره کارولو سره يې د انسان بدن څخه وازګې ویلې کیږي او د انسان چاغوالی راکموي. دارچینې د انسان وینه کې د شکر کچه راکموي چې دا کار يې انساني روغتیا ته ډیر ګټور دی.

په پای کې باید په یاد ولرئ چې طبیعي شات په جوش اوبه کې مه حل کوئ، اوبه باید نیمه ګرم حالت ته راشي. دا ځکه چې طبیعي شاتو کې شته ارزښتناک منرالونه د ۷۰ سانټي ګریډ تودوخې نه پورته له مینځه ځي او بیا يې هغه ګټې له لاسه وځي.

په افغانستان کې د طبیعي شاتو لپاره اړینه ده چې باوري ادرس پیدا کړئ او ترې شات رانیسئ. پوهنتون ویب پاڼه ستاسي د مالوماتو لپاره په هیواد کې داسې شرکت در پيژني چې نه دا چې کاري مخینه لري بلکې د طبیعي شاتو پلور يې هم په تضمین او باوري دی. د یاد شرکت فیسبوک پاڼه په لاندې لینک کې موندلی شئ.

https://www.facebook.com/NaturalzPURE

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS