امریکا د لاټرۍ له لارې ۵۵۰۰۰ ویزې ورکوي
06 Oct, 2023
Pohantoon by
2023-05-14
Pohantoon by
پوهنتون ویب پاڼه
یوټیوب د مالوماتو، زده کړو، ساعت تیریو، ټیکنالوجۍ او د هنري زده کړو ویډیويي بانک دی چې هر یو کولی شي د انټرنټ په لرلو سره ور ننوځي او د خوښې ویډیو ترې وګوري.
دا په رسمي ډول په ۲۰۰۵ میلادي کال کې په انټرنيټي نړۍ را څرګند شو. د دې بنسټګر جاوید کریم، سټيو چن او چاد هرلي دي چې په شریک ډول يې دا نوښت په بیخي کم لګښت پر لیکه کړ چې اوس مهال يې پانګه تر ۱ میلیارد او شپږ نیم سوه میلونه امریکايي ډالره رسي.
یاد ویډیويي بانک ته په لومړي وار د جاوید کریم لخوا ویډیو پورته او د عامو خلکو مخې ته وړاندې شوه. دا مهال یوټیوب ۲ میلیارده، شپږ سوه میلونه انسانان مینه وال او مستقل غړي لري لري.
یوټیوب ته پورته کیدونکي ټول مواد (علمي، روزنیزې، کلتوري، تخنیکي او هنري ويډیوګانې) د ګډون والو لخوا پورته (اپلوډ) کیږي، داسې ویلی شو چې یوټویوب د ټولو لخوا، د ټولو لپاره دی. یوټیوب یواځې د ویډیوګانو بانک دی چې شریکوال او مینه وال يې د نړۍ ولسونه دي، یوټیوب يې یواځې پخپل مخ ږدي. د یوټیوب اقتصادي ګټه، په همدې خپریدونکې ویډیوګانو کې تجارتي اعلان خپروول دي. له اعلاناتو ترلاسه شوې ګټې څخه ۵۵ سلنه ګټه یوټیوب اخلي او ۴۵ سلنه يې په شرطونو پوره هاغو مینه والو ته ورکوي چې ويډیوګانې يې دوامدارې او ښه ډیر لیدونکي لري.
د یوټیوب په اړه لنډ مالومات په لاندې ډول دي:
• په یوټیوب کې تر ټولو زیاتې لیدونکې ويډیوګانې کاميډي دې چې د ټولو لیدونو ۷۷ سلنه جوړیږي.
• نړۍ کې د یوټیوب تر ټولو ډير شمیر مینه وال د هندوستان دي
• یوټیوب ۳۸ فعال چینلونه لري
• په يوټیوب ۲۰ سلنه پلټل شوې ویډیوګانې د میوزک او هنرونو په اړه دي
• یوټیوب د ورځې کم تر کمه ۱۲۲ میلونه فعال مینه وال لري
• په دقیقه کې ۵۰۰ ساعته ويډیوګانې یوټیوب ته پورته کیږي
• په اوسط ډول یوټیوب ته ور ننوتي کسان، هلته ۱۴ دقیقې او ۲۱ ثانیې وخت تیروي.
• په نړۍ کې تر ټولو زیات د هالینډ وګړي، کابو ۹۵ سلنه یوټیوب څاري
• په یوټیوب کې تر ټولو لویه پورته شوې ویډیو، ۵۷۱ ساعته، ۱ دقیقه او ۴۱ ثانیه ده چې د جانټن هارچک لخوا خپره شوې.
له یوټیوب ګټه لاسته راوړئ:
که تاسي پوهیږئ چې تاسي داسې پوهه لرئ چې ترې ویډیو جوړیدای شي او لیدونکیو لپاره ګټه رسوي؛ نو تاسي په ريښتیا له یوټیوب نه مالی ګټه لاسته راوړی شی. د یوټیوب نه د مالي ګټو لاسته راوړلو لوي شرطونه په لاندې ډول دي:
• تاسي باید یوټیوب کې اکاونټ جوړ کړئ، چې ډیر آسانه دی.
• تاسي باید داسي ويډیو جوړه کړئ چې پوهیږئ، خلک يې لیدل غواړئ
• تاسي باید خپل جوړ کړي اکاونټ لپاره ۱۰۰۰ مستقل مینه وال پیدا کړئ.
• ستاسي د اکاونټ نه خپرې شوې ویډیوګانې باید په تیر یو کال ۴۰۰۰ ساعته لیدل شوې وي، مانا دا چې که ۱۰ دقیقې ویډیو مو ۱ وارې ولیدل شي، دا ویډیو لیدنه ۱۰ دقیقې ګڼل کیږي.
• ستاسي لخوا خپرې شوې ویډیو ګانې باید د بل چا نه وي، مانا د بل کس پورې تړاؤ ونلري
• تاسي باید بانکي اکاونټ ولرئ
له یوټیوب نه د مالي ګټې لاسته راوړلو لړۍ په نوره نړۍ کې له پخوا پیل شوې؛ خو په افغانستان کې يې تاریخچه په نشت برابر ده چې یواځې لسګونه کسان ترې ګټې لاسته راوړي ولې همدا مهال یواځې هندوستان کې له ۲ میلونو ډیر هندیان له یوټیوب نه مالي ګټې لاسته راوړي. دلته ستاسي مخې ته د یوټیوب هاغه ۱۰ ادرسونه وړاندې کیږي چې تیر کال يې تر ټولو ډیره مالي ګټه ترلاسه کړې. تاسي دا چینلونه درسره وڅارئ، ویډیوګانې يې یو وار حتما وګورئ؛
1. ریان کاجي Ryan Kaji، کلنۍ مالي لاسته راوړنه يې ۳۰ میلونه امریکايي ډالره ده. نوموړي د خپلې مور په مرسته د یوټیوب چینل په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پیل کړی. تیر کال د ۹ کلونو په عمر کې يې، کلنۍ ګټه ۲۹ میلونه امریکايي ډالره ترلاسه کړې. د نوموړي له یوټیوب چینل نه د کوچنیانو لپاره د لوبو او پوهاوۍ ویډیوګانې خپریږي.
2. مسټر بییسټ Mr. Beast چې کلنۍ مالي ګټه يې ۲۴ میلونه امریکايي ډالره ده. نوموړی له خپل چینل له لارې ګټورې او ارزښتناکې طرحې وړاندې کوي.
3. ډووډ پرفیکټ Dude Perfectچې کلنۍ ګټه يې ۲۰ میلونه امریکايي ده . نوموړی له خپل چینل له لارې سپورټي او تنزي ویډیوګانې خپروي.
4. رهیت اینډ لینک Rhett and Link چې کلنۍ ګټه يې ۲۰ میلونه امریکايي ډالره ده. نوموړی له خپل یوټیوب چینل له لارې معلوماتي ویډیوګانې خپروي.
5. مارکی پلایر Markiplier چې کلنۍ ګټه يې ۱۹ میلونه امریکايي ډالره ده. د یاد یوټیوب چینل لخوا ويډیویی ګیمونه خپریږي.
6. پریسټون آرسیمینټ Preston Arsement چې کلنۍ ګټه يې ۱۹ میلونه امریکايي ډالره ده. د یاد یوټیوب چینل لخوا ویډیويي ګیمونه او ساعت تیرۍ اړوند ویډیوګانې خپریږي.
7. آناستاسیا رادزنسکیا Anastasia Radzinskya چې کلنۍ ګټه يې ۱۸ میلونه امریکايي ډالره ده. د یاد یوټیوب چینل له لارې یوه کورنۍ د ماشومانو لپاره د لوبو او ساعت تیریو ویډیوګانې جوړوي.
8. بلیپي سټیون جان Blippi Stevin John چې کلنۍ ګټه يې ۱۷ میلونه امریکايي ډالره ده. له یاد یوټیوب چینل نه د ماشومانو لپاره د ساعت تیرۍ او عامه پوهاوۍ ویډیوګانې خپریږي.
9. ډيوډ ډوبریک David Dobrik چې کلنۍ ګټه يې ۱۵ میلونه امریکايي ډالره ده. یاد یوټیوب چینل له لارې د ټوکو، ساعت تیریو او خنداګانو ویډیوګانې خپریږي.
10. جیفري سټار Jeffre Star چې کلنۍ ګټه يې ۱۵ میلونه امریکايي ډالره ده. له یاد يوټیوب چینل نه د ښکلا او ځاني ښایست جوړولو اړوند ویډیوګانې خپریږي.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا هر انسان کولی شي، له یوټیوب نه پیسې وګټي. د دې جواب هو دی، همداسې چې هیڅ انسان له بل انسان نه، نه کم دی او نه زیات. زیاتوالی او لوړ والی يې یواځې په زیار او هوډ کې رانغښتی. هر انسان که وغواړي، له خپلې وړتیا نه په پوره مانا ګټه واخلي، همدا اوس دې یوټیوب ته ورشي او د خپلې وړتیا اړوند ویډیوګانې دې وګوري. هلته به لومړی ښه او مسلکي زده کړه ترسره کړي. بیا دې نور کرار نه کیښني، هوډ دې وکړي او په کار دې لاس پوري کړي.
پوتني کسان چې د میاشتې میلونونه امریکايي ډالر ګټلی شي، تاسي يې هم شئ، که میلونونه نه وي، زرګونه خو کیدای شي او د میاشتې زر امریکايي ډالره ګټل، په افغانستان کې دا مهال تر ټولو لویه مالي لاسته راوړنه ده، دا داسې لاسته راوړنه ده چې ورځ تر بلې ډیریږي، کمیږي نه.
ستاسي د لا زیاتو مالوماتو لپاره د پوهنتون بنسټ یوټیو چینل لینک لاندې شریکیږي، دا چینل هیواد والو ته مالوماتي، لارښوونیزې او ګټورې ویډیو ګانې خپروي، ستاسي نه مو هیله کیږي چې دا چینل درسره حتما Subscribe کړئ.
نور نو تاسي ته ښه چانس غواړو، الله مو مل شه.