< وروستۍ لیکنې

په بدن کې د ویټامین بي ۱۲د کمښت نښې

2023-05-02

Pohantoon by

single-post-image

لیکنه: ډاکټر عبدالرحمن مشتاق

B12 ویټامین یو مهم مغذې ویټامین ده چې د بدن په مختلفو پروسو کې برخه اخلې لکه: د DNA ترکیب، د انرژۍ تولید او همدارنګه د مرکزی عصبی سیستم په فعالیت کې مهم رول لوبوي.

که څه هم دا ویټامین په ډیرو خواړو کې موندل کیږي خو بیا یې هم په بدن کې کمښت عام دی او لامل یې ممکن:

- د هغه خواړو استعمال چې په کمه کچه B12 ويټامین لری

- د ویټامین د جذب ستونزې

- ځینې طبی شرایط

او یا د هغه درملو استعمال وې چې د د دغه ویټامین جذب ګډ وډوي او نه پریږدي چې په کافې اندازه جذب شې.

ځینې څیړنې ښیې چې په ځینو هیوادونو کې ۲۰٪ هغه وګړي چې د ۶۰ کالو څخه زیات عمر لري د B12 ویټامین کمښت لري.

په بدن کې یې نورماله کچه ۳۰۰pg/ml ده او د دې څخه ټیټه اندازه یې کمښت ګڼل کیږي.

د عمر په زیاتیدو د خواړو څخه د B12 ویټامین جذبولو وړتیا کمیږي، کمښت یې زیات عمر لرونکو وګړو کې ډیر عام دی. خو کوچنیان، ځوانان، امیندوارې میرمنې او هغه میرمنې چې خپل کوچنې ماشوم ته شیدې ورکوي د B12 ویټامین د کمښت سره مخ کیداې شې.

له بده مرغه، د B12 ویټامین کمښت اکثرا له پامه غورځول کیږي او غلط تشخیص کیږي. ډیری وختونه، د مجهز لابراتوار او د کافې معایناتو د نشتون له امله د پامه غورځول کیږي.

په دې وډیو کې د B12 ویټامین د کمښت تر ټولو مهمې نښې در پیژنم نو وډیو تر پایه وګورئ او په دې نښو ځان پوه کړئ.

۱- ستړیا

که تاسو د B12 ویټامین کمښت لري ممکن د ستړیا احساس وکړي، ستاسو بدن د حجرو سم فعالیت لپاره B12 ویټامین ته اړتیا لري. د B12 ویټامین ټیټه کچه د دې لامل کیږي تر څو ستاسو بدن د وینې سرو حجرو تولید کم کړي او په دې ډول د وینې کموالې لامل کیږي. د بدن مختلفو حجرو ته اکسیجن د وینې سرو حجرو  لخوا لیږدول کیږي او کله چې په کافې اندازه دغه حجرې شتون ونه لري ممکن د ستړیا احساس وکړي.

۲- د پوستکې رنګ الوتل یا ژیړ کیدل.

بله نښه چې تاسو د B12 ویټامین کمښت لري د پوستکې رنګ الوتل او بدلون مومل دي. د B12 ویټامین د کمښت له امله رامنځته شوې کمخونې یا د وینې کموالی د دې سبب کیږي چې ستاسو د پوستکې رنګ بدلون ومومې. په دې ډول وینې کموالې کې د معدې له حجرو څخه یو ډول مواد چې د داخلې فکتور په نوم یادیږی او دا ماده د B12 ویټامین د جذب سبب کیږي د مختلفو لاملونو له امله نه تولیدیږې یا ډیر کم تولیدیږې.

هغه لاملونه چې د دې فکتور د کمیدو لامل کیږی لکه:

- دمعدې ځینې برخه د جراحې له لارې ویستل شوی وې

- د معدې التهاب موجود وې نو دا حالت رامنځته کوي.

د B12 ویټامین کمښت زیړې ته ورته حالت رامنځته کوي او د پوستکې رنګ او د سترګو سپین ژیړ ښکارې چې ډیرې وخت په تشخیص د زیړې سره اشتباه کیږي.

۳- د سر درد لرل:

د B12 ویټامین کمښت کولی شې د عصبې ستونزو او د سر درد لامل شې.

د څیړنو له مخې د سر درد لرل د B12 ویټامین د کمښت تر ټولو عامه نښه ده چې په لویانو او کوچنیانو کې لیدل کیږي. همدارنګه هغه وګړي چې تل د سر درد څخه نالښت کوي او د درد درملو په خوړلو یې بیا هم درد له منځه نه ځې ممکن د B12 ویټامین کمښت ولري.

په یوه څیړنه کې چې نږدې ۱۴۰ وګړو په کې برخه اخیستې وه او د دې وګړو په منځ کې نیم یې هغه وګړې وو چې د میګرن یا نیم سرې درد یې لره په دې وګړو کې د B12 ویټامین کچه د هغو نورو وګړو په نسبت ډیر کم وو.

۴- د خفګان نښې

B12 ویټامین ستاسو د مرکزي عصبي سیسټم د سم فعالیت لپاره اړین دی، او د دې مهم ویټامین کمښت ستاسو په رواني روغتیا اغیزه کولی شي. په ځانګړې توګه، د B12 ویټامین کمښت د خپګان د پراختیا لامل کیږي. د B12 ویټامین کمښت د نورو مختلفو روانې ناروغیو لامل کیږي.

۵- د هاضمې سیستم ستونزې:

د B12 ویټامین کمښت کولی شي د اسهال، التهاب، قبضیت، پړسوب، د کولمو ګاز، او د معدې د نورو نښو لامل شي. دا ستونزې کولی شي دواړه لویان او ماشومان اغیزمن کړي.

په یاد ولرئ، که څه هم دا ډیری نښې نښانې غیر مشخصې دي او کیدای شي د نورو لاملونو له امله رامنځته شي. د مثال په توګه، د خواړو سؤجذب، درمل، او انتانات کولی شي د دغه نښو لامل شې.

۶- د تمرکز ستونزې او ذهنې کمزورې:

د B12 ویټامین کمښت په مرکزي عصبي سیسټم منفي اغیزه کوي، هغه خلک چې د B12 ویټامین کچه یې ټیټه یا کمه وي ممکن په کارونو تمرکز او بشپړولو کې ستونزې ولري. د زیات عمر لرونکې د دې ستونزو په خطر کې قرار لري ځکه د عمر په زیاتیدو د دې ویټامین کمښت زیاتیږې.

ډیرې مطالعې ښیې هغه وکړي چې د B12 ویټامین کمښت لري، ذهنې فعالیت یې په سمه توګه کار نه کوي. او کولې شو د B12 ویټامین په ورکولو دغه ستونزه حل کړو.

۷-د خولې او ژبې درد او پړسوب

ګلوسایټس یوه طبي اصطلاح ده چې پړسیدلې، سور او دردناکه ژبې ته اشاره کوي. دا د B12 کمښت له امله رامینځته کیدی شي..

د خولې شړیدل او التهابې حالت ممکن د B12 ویټامین د کمښت سره د وینې کموالې له امله رامنځته شې. دغه نښه ممکن د B12 ویټامین د کمښت لومړنې نښه وې، همدارنګه د خولې دغه حالت ممکن د نورو ویټامینونو او غذایې موادو د کمښت له امله هم  رامنځته شوې وې: لکه، د B2 او B3 ویټامینونو کمښت.

۸- په لاسونو او پښو کې د سوزښت او په عامه اصطلاح د سوزنک نښه

پاراستیزیا یوه طبي اصطلاح ده چې د بدن په ځینو برخو لکه لاسونو او پښو کې د سوځیدنې یا د ستنو د سوخت او ناراحتې احساس ته اشاره کوي. دغه حالت په زیات عمرلرونکو وګړو او ماشومانو کې لیدل کیږي. دغه نښه د لوړ شکر هغې نښې سره ورته ده چې په کې عصبې سیستم ته زیان رسیږې چې د نیورپتې په نوم یادیږې، او په نتیجه کې یې په پښو کې د درد او بې حسې لامل کیږي. هغه وکړي چې د شکر ناروغې لري د میټفورمین په نامه درمل اخلې او دغه درمل د B12 ویټامین جذب کموی او دا حالت رامنځته کوي. د شکر ناروغان دې د دې درملو سره د بدن B12ویټامین کچه معلومه کړې تر څو د محیطې نیورپتې له غلط تشخیص څخه وژغورل شي او سمه درملنه یې وشې.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS