< وروستۍ لیکنې

په بدن کې د ويټامین ډی د کمښت ۵ مهمې نښې

2023-04-29

Pohantoon by

single-post-image

لیکنه: ډاکټر عبدالرحمن مشتاق

ویټامین ډي یو د مهمو ويټامینونو څخه ده چې کمښت یې د ډیرو ناروغیو لامل کیږي لکه: د زړه ناروغۍ، د وینې لوړ فشار، د شکر ناروغې، د هډوکو ناروغې، د جوړونو(مفصلونو) ناروغې او همدارنګه د ډیرو نورو ناروغیو لامل کیږي او که په وخت یې درملنه ونه شي د انسان ژوند خطر سره مخ کوي.

په ماشومتوب کې ستاسو بدن د ښې ودې لپاره په زیاته کچه ويټامین ډی ته ضرورت لري، کمښت یې په کوچنیانو کې د راشیتیزم ناروغې لامل کیږي. په هر صورت نن ورځ، راشیتیزم د روغتیا لویه ستونزه نده. که څه هم دا ناروغي اوس نادره ده، خو په دې معنې نه ده چې هیڅوک د ویټامین ډي د کمښت سره نه مخ کیږي.

د یو امریکایی راپور له مخې، لږ تر لږه  40 سلنه امریکایان لاهم کافي ویټامین ډي نه ترلاسه کوي. همدارنګه د عمر او زړښت په اړه د اکسفورډ ژورنالونو د مطالعې له مخې، په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه یو ملیارد وګړي د ویټامین ډي له کمښت سره مخ دي. د ویټامین ډي کمښت له پامه غورځول اسانه دي ځکه ځینې نښې یې نورو شرایطو ته منسوب کیدی شي. مګر څومره احتمال لري چې ستاسو بدن دې د ويټامین ډی کمښت سره مخ وې؟ په دې لیکنه کې مو د ويټامین ډی د کمښت په نښو رڼا اچولې ویې لولې او که چیرې یې نښې لرئ نو مخنیوی یې وکړئ:

 

۱- تاسو د عضلاتو له دردونو ځوریږې او په منظم ډول د مفصلونو د سستوالې شکایت لرئ:

د ویټامین ډي کمښت نښې په پیل کې خورا کوچني دي. مګر ځینې لومړنۍ نښې یې لکه د عضلاتو دردونه او د مفصلونو سستوالی چې تاسو یې ممکن د سخت فټنس یا د زړیدو اغیزې په توګه په اسانۍ له پامه وغورځوئ. تاسو ممکن د خپلو ورځنیو چارو په کمولو د یو څه ارامتیا احساس وکړئ مګر که د ویټامین ډی کمښت ولرئ دا ستونزې به همداسې دوام لري او د وخت په تیریدو کیداې شي لا مو وضیعت خراب شي.

۲- تاسو د اوږد مهاله او مزمن دردونو ځوریږئ:

اوږد مهاله او مزمن دردونه زیاتې برخې اغیزمنې کوي د عضلاتو او مفصلونو تر څنګ کیداې شي د میګرین، ملا درد او په بدن کې مختلفې ناراحتې تجربه کړئ.

- د عضلاتې او اسکلیټې ناروغیو د مطالعې په یوه ژورنال کې داسې ویل شوئ؛ هغه ناروغان چې اوږدمهاله او مزمن دردونه لري په دې ناروغانو کې د ویټامین ډی کمښت زیات دی.

- مزمن دردونه هغه دردونو ته ویل کیږي چې د درې میاشتو څخه زیات دوام وکړي.

- ویټامین ډی د یو فعال عصبی اسټروییډ په څیر د نیوروتروفین په تولید کې رول لري.

ویټامین ډي د T حجرو سره هم مرسته کوي چې بدن سره د بهرني اجسامو لکه باکتریا، میکروبونو او ویروسونو پر وړاندې مبارزه کې برخه اخلي. دا مواد کولی شي د درد حس کولو عصبي حجرو اغیزې تنظیم کړي نو تاسو د اوږدمهاله او مزمنو دردونو لپاره زیانمن کیږئ او نشې کولې مزمن درد وپیژنې.

۳- په دوامداره توګه د ستړیا احساس کوئ؛

آیا تر اوسه مو داسې ورځې تجربه کړي چې شپې مو ارامه خوب کړی خو د ورځې بیا د ډیرې ستړیا احساس کوی؟ ممکن په وینه کې مو د ویټامین ډی کچه ټیټه وې نو ممکن د ستړیا احساس وکړی. نښې یې؛

- ستاسو بدن د انرژې د تولید لپاره ويټامین ډی ته ضرورت لري.

- که تاسو په کافې اندازه دغه ویټامین ونه لرئ نو په اسانې سره د ستړیا احساس وکړی.

- کله چې تاسو د ستړیا احساس لرئ نو جیم ته تلو په اړه یا ورځنې فعالیتونو د ترسره کولو لپاره مثبت فکر نه کوی ځکه تاسو غواړې خوب وکړی.

- تاسو ممکن د ټولنیزو چارو د ترسره کولو څخه ګوښه والې وکړئ ځکه تاسو ستړې یاست او غواړې ارام وکړی.

د دې معلومولو لپاره چې ستاسو د ستړیا لامل د وینې کموالې ده نو په اسانه ډول د وینې معاینه ترسره او د ډاکټر سم تشخیص ترلاسه کړی، د نورمال ویټامین ډي ازموینې پایله به په هر ملی لیتر کې له 20 څخه تر 50 نانوګرامه وې (ng/mL). که ستاسو د ویټامین ډی کچه له 20 څخه ښکته وي ، تاسو باید د دې ویټامین کچې په اړه اندیښنه ولرئ. که دا کچه د 12 ng/mL څخه ټیټه وې نو تاسو د ویټامین کمښت لری.

 

۴- تاسو ممکن تنفسې ستونزې لکه زوکام یا ټوخی ولري؛

د صحت نړیوالې ټولنې په وینا، هغه ماشومان چې د ويټامین ډی کمښت لري د تنفسې ناروغیو په خطر کې قرار لري، دا ستونزه د لویانو لپاره هم منځته راتلې شي په ځانګړې ډول هغه وګړي چې د تنفسې ناروغیو تاریخچه لري. که تاسو د زوکام په موسم کې لمړنې وګړئ یاست چې زوکام کیږی نو د ویټامین ډی کمښت لري. د تنفسی سیستم له یوه ژورنال له مخې هغه وګړي چې د ویټامین ډی کمښت لري د کمزوری تنفسی سیستم لرونکې دي. د همدې امله عادې زوکام کولې شي په سینه بغل او نورو پرمختللو تنفسی ناروغیو ته زمینه برابره کړي.

۵- کیداې شې تاسو ویښته له لاسه ورکړئ؛

د ویښتو له لاسه ورکول د هغو خلکو لپاره عادي خبره ده چې د فشار سره مخ دي. مګر که ستاسو غورځیدونکي ویښتان په غیر معمولي ډول ډیر ښکاري، تاسو ممکن د ویټامین ډي کمښت ولرئ. ویټامين ډی د ویښتو د ودې لامل کیږي او کمښت یې نه یوازې دا چې وده نه کوي بلکې د ضعیف والې لامل کیږي.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS