< وروستۍ لیکنې

ویټامین سي او په بدن کې يې د کمښت ۶ مهمې نښې

2023-05-01

Pohantoon by

single-post-image

لیکنه: ډاکټر عبدالرحمن مشتاق

ویټامین سي یو له اړینو مغذي موادو څخه دی چې د انسان بدن ورته اړتیا لري، ویټامین سي یو پیاوړی انټي اکسیډنټ دی چې کولی شي ستاسو زړه د ناروغیو په وړاندې خوندې وساتې.

 ستاسو بدن نشې کولی دا ویټامین تولید کړې نو باید تاسو دا ویټامین د خپل غذایې رژیم څخه تر لاسه کړئ. ویټامین سي په عمومي ډول د ستروس په میوو کې شتون لري. که تاسو په کافي اندازه ویټامین سي تر لاسه نه کړئ نو  احتمال لرئ د ځینو نښو سره مخ شئ. دا نښې ستاسو په رژیم کې د ویټامین سي زیاتولو اړتیا په ګوته کوي. که چیرې کمښت خورا شدید وي نو تاسو ممکن د اضافي درملو مصرف ته هم اړتیا ولرئ.

 د ویټامین سی د کمښت نښې:

وچ پوستکی

ویټامین سي ستاسو د پوستکي روغتیا لپاره ښه دی. د همدې امله د پوستکي نږدې هر محصول ویټامین سي لري. د انټي اکسیډنټ لوړ مواد د پوستکي لپاره ګټور وي. د ویټامین سي کم مصرف د پوستکي وچیدو او خرابیدو لامل کیږي.

 د زخمونو ورو درملنه

د ویټامین سي کمښت کولی شي د کولاجن تولید کم کړې چې همدا د زخمونو ورو درملنې لامل کیږي. همدارنګه د ویټامین سي کمښت د انتاناتو  د خپریدو لامل کیږي. دا نښه معمولا د ویټامین سي سخت کمښت سره لیدل کیږي.

د اوسپنې کمښت او کمخونې

ویټامین سي د بدن سره مرسته کوي چې د خوړو  څخه اوسپنه جذب کړي. دا د اوسپنې کمښت کمخونې لامل کیږي. زیاته وینه له لاسه ورکول هم د کمخونې لامل کیږي. د دې ستونزې حل لپاره باید زیاته اندازه ویټامین سی ترلاسه کړئ.

 ضعیف معافیتې سیستم

ویټامین سي د انټي اکسیډنټ څخه بډای دی چې د قوي معافیت په رامینځته کولو کې مرسته کوي. د ویټامین سي کمښت د معافیتې سیستم د ضعیفې لامل کیږي. کله چې ستاسو معافیتې سیستم کمزورې وې نو تاسو ممکن ډیر ناروغه شې.

  وزن اخیستل

ممکن د ویټامین سي کمښت له امله هم وزن ترلاسه کړئ. د ویټامین سي کمښت په بدن کې د شحمیاتو د جمع کیدو لامل کیږي، په ځانګړي توګه د خیټې شاوخوا. همدارنګه د ویټامین سي کمښت ستاسو د ناڅرګنده وزن زیاتوالي لامل کیداې شي.

 دوامداره او ثابته ستړیا

د ویټامین سي کمښت د دې لامل کیږي چې تاسو د ستړیا احساس ولرئ. کمزوری معافیت او کمخونې هم کولی شي دا حالت رامینځته کړي.

که دا نښې لرئ نو خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ او خپل ځان معاینه کړئ. ستاسو ډاکټر به تاسو سره د کمښت کچه ​​او د هغې د حل کولو لارو په پوهیدو کې مرسته وکړي.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS