امریکا د لاټرۍ له لارې ۵۵۰۰۰ ویزې ورکوي
06 Oct, 2023
Pohantoon by
2023-07-03
Pohantoon by
پوهنتون ویب پاڼه
د ازبکستان هیواد د لوړو زده کړو وزارت لخوا افغان زده کړیالانو ته د لیسانس دورې د ۲۲۰ بورسونو خبر ورکول کیږي. دا بورسونو افغانستان پولې ته څيرمه د ازبکستان د ترمز ولایت کې د زده کړو سرته رسولو په پار په لاندې بیلا بیلو څانګو کې وړاندې کیږي.
د یاد بورسونو لپاره د نوم لیکنې لوي شرطونه په لاندې ډول دي:
د ازبکستان د لوړو زده وزارت د اټکل له مخې په یاد هیواد کې د زده کړو ترسره کولو کلنی لګښت کابو ۲۵۰۰ امریکايي ډالر دي چې د یاد لګښت ۵۰ سلنه به يې د ازبکستان دولت لخوا چې په لاندې برخې به پکې رانغښتل کیږي، ورکول کیږي.
د یاد بورسونو مینه والو ته خبر ورکول کیږي چې ژر تر ژره دې خپل اسناد ترتیب، په لاندې لینک کیکاږلو دې د یاد بورس فورمه ترلاسه کړي.
فورمه دې په احتیاط سره ډکه کړې او بیا دې همدا فورمې سره مل ټول اسنادو فوټو کاپي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو غرفې ( ۱۳ نومره غرفه) کې ور وسپاري.
په یاد ولرئ چې د نوم لیکنې وروستۍ نیټه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د اسد ۱۵مه نیټه ده چې د میلادي کال د اګست د ۶ نیټې سره سمون خوري.
د نوم لیکنې ویډیويي لارښود:
https://www.youtube.com/watch?v=lGvazCiyoSI
پوهنتون دا مالومات تر تاسي د ثواب په نیت در ورسول او له تاسي هم هیله کیږي چې دا خبر تر نورو هیواد والو ورسوئ ترڅو ټول د دې زرین چانس نه خبر او پوره پوره ګټه ترې واخلي.