< وروستۍ لیکنې

هغه توکي چې له نویو يې کاروول شوي ګټور پریوزي

2023-05-09

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

د انساني ژوند د هوساینې لپاره ډول ډول توکي او وسایل بازار ته راغلي. دا ماشینونه او وسایلو د انسانانو چارې آسانې کړي. د ژوندانه په دې بهیر کې، که انسان له یوې خوا ژوند چارې آسانې کړي، له بلې خوا يې د ډيرو کارخانونو او صنعتونو په جوړولو د ځمکې طبیعي حالت له مینځه وړی.

د ځمکې په سر شنې دښتې، د غرونو په لمنو کې څړ ځایونه، په سیندونو کې روانې رڼې اوبه او همدا ډول آسمان لوري ته رڼه هوا هغه څه دي چې اوس مهال  انسان له خپلې ګټې باسلي او د ځان لپاره يې بلا ګرځولي. که دا چاره همداسې دوام وکړي؛ نو ویره دا ده چې انسان به خپل لاس دې نړۍ ته اور واچوي.

د له مینځه تللي طبیعي حالت بیرته راګرځولو او یا کم تر کمه د لا ورانیدا مخنیوي لپاره ساینس پوهانو لارښوونه دا ده چې انسانان باید له صنعتي حالت نه بیرته طبیعي حالت ته را وګرځي تر څو د ژوندانه لپاره پاکه هوا، پاکې اوبه، پاکه خاوره، شنې دښتې، ځنګلي غرونه او د ژوندانه ډولیز چاپيریال ولرو.

له صنعتي حالت نه بیرته طبیعي ته را ګرځيدا هاغه مهال شونې دی چې انسان باید له صنعتي توکو نه ډیره کمه او معقوله ګټه واخلي. په همدې تړاؤ د اقتصادي او چاپيریالي برخو پوهانو لارښوونې دي چې انسانان باید تر ډیره هغه توکي وه نه کاروي چې ژر له مینځه ځي او یا يې په جوړښت کې ډیره انرژي لګول کیږي. همداسې باید تل دا هڅه وشي چې په صنعتونو کې جوړل شوي توکي بیا، بیا وکاروول شي، له یوې کار اخیستنې څخه بل کار ته اخیستنې ته واړوول شي، او همداسې کوښښ وشي چې د نوي توکو رانیولو په ځای دویم لاس را نیول شي.

دې لیکنه کې تاسي سره داسي توکي او ماشینونه شریکیږي چې د نوي رانیولو په ځای يې کاروول شوي، نه دا چې اقتصادي ګټه کوی بلکې ترڅنګ يې د چاپیریال په وړاندې انساني مسؤلیت هم ادا کوي. تاسي په دې کار د صنعتي سیالیو مخه نیسی او چاپیریال له لا تاواني کیدا څخه ژغوری.

  1. د فزیکي تمرین وسایل: د مصروف ژوند له امله ډیری خلک وخت نلري چې پلی تګ او یا تمرین ترسره کړي، همدا ده چې هر یو کوښښ کوي چې د فزیکي تمرین وسایل له بازار  رانیسي او په کور دننه د ماشین په وسیله منډه ووهي، تمرین وکړي او ځان غښتلی وساتی. د تمرین لپاره دا وسایل هغه څه دي چې د نوي په ځای کاروول  شوي يې هم بازار کې ترلاسه کولی شی. که تاسي دغه توکي له بازار نه کاروول شوي رانیسئ نو  باوري ده چې له نیمې زیاتې پیسې به نه دا چې سپما کړی بلکې تر څنګ به يې  د یاد توکو د کباړیدا چې په طبیعت بل بار دی، هم مخه ونیول شي.

  2. ټرانسپورټي  او بار وړونکي ماشینونه: بازاري سیالیو کې ښکیل ولس د نوي ماډل موټرونو د لاسته راوړلو په هڅه کې دی. ولې دې ته هیڅ پام نه کیږي چې د یو موټر او یا ماشین په جوړیدا څومره انرژي له مینځه ځي، همداسې د نوي ماشین رامینځته کیدا سره سم یو بل جوړ شوی ماشین چې باید خپل  وخت پوره کړي، په طبیعت کې د کباړیدا خوا ته ټیل وهل کیږي. د طبیعت سره مینه او ریښتینی انساني مسؤلیت دا دی چې ټرانسپورټي  او بار وړونیکو ماشینونو په بازاري سیاليو غلط نه شو او تر وروستۍ کچې کوښښ وکړو تر څو شته موټرونه او ماشینونه وکاروو.

  3. المارۍ، چوکۍ او میزونه: د کور او دفتر لپاره میز، چوکۍ او المارۍ هغه څه دي چې  د نویو په ځای، بازار کې کاروول شوي لاسته راوړل کیدای شي. په بازار کې د کاروول شوو میزونو، چوکۍ او الماریو قیمت د نویو په پرتله نیم په نیمه ارزانه او د کیفیت له پلوه هم ترې څو وارې ښه دي. نو همدې ته په کتو، د طبیعت غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې باید له نويو توکو ډډه وکړئ، هم به مو اقتصاد ګټلی وي، هم طبیعت.

  4. د پوښاک کالي: د فیشن او سټایل په نوم بازاري خبرتیاوې انسانان بې لاري کوي چې له بازار نه پرته د اړتیا د پوښاک لپاره ډول ډول توکي رانیسي. پخوا که په کال کې یو یا ۲ جوړه کالي رانیول کیدل، اوس مهال يې اخیستنه څو وارې زیاته شوې. کمیس، پرتوګ، څادر، واسکټ، ټیکری، واسکټ، جاکټ، بنیان، جرابې او ورته نور د پوښاک ډولونه هغه دي چې له امله يې کارخانې چالانې دي. همدا له بازار نه اخیستل شوي د پوښاک توکي بیا کم وخت وروسته ایسته غورځول کیږي. چې بیرته چاپیریال ککړوي. پوښاک لپاره باید کوښښ وشي ترڅو کم تر کمه نوي واخیستل شي، ډیر پام پر دې وي چې دویم لاس له بازار نه واخیستل شي. د دویم لاس د پوښاک توکي له نويو څخه څو وارې با کفیته وي. 

  5. کتابونه: که څه هم په کتابونو پیسې ورکې نه دي؛ خو د زده کړو لپاره درسي کتابونه او یا داسې چې له پخوا بیا بیا زده کول کیږي او یا يې لکه د قرآن کریم تلاوت کیږي. دا ډول کتابونه د یو کس سره د څه وخت تیریدا وروسته له کار نه وځي او ډیری وار داسې شوي چې ایسته غورځول شوي. نو دا چې کتابونه هغه څه دي چې مینه  وال يې کولی شي  د نوي اخیستلو په ځای دویم لاس رانیسي. دې برخه کې د نړۍ  ټول لوي ښارونه د نوي کتابونو ترڅنګ د دویم لاس کتاب پلورنځي هم لیدل کیږي. نو دا چې صنعتونه ډير تشویق نشي او همدا ډول  هغه کاغذ چې د ځنکلونو وهلو له لارې مینځته راځي، ودروول شي، نو ښه دا ده چې باید لومړی د دویم لاس کتابونو لټه وشي.

  6. ځیرک موبایلونه او لیپ ټاپونه: د مالوماتو له مخې تر ټولو ډیره انرژي او قیمتي معدنونه په الیکترونکي توکو کې کاروول کیږي. دا معدنونه نه دا چې  ارزښتناک بلکې ترڅنګ يې انسانانو لپاره ډیر تاواني هم دي. دا چې اوسنی بازار د ډول ډول خبرتیاوو اغیز لاندې راغلی او یو نه یو ډول يې هر انسان د الیکترونکی توکو د رانیولو روږدی ګرځولی؛ هره بله ورځ نوي نوي ماډل موبایلونه، لیپ ټاپونه، کامرې او ورته نور ډير تخنیکي وسایل بازار ته راوځي او د سیالیو په جال کې ښکیل انسانان پرته د دې چې په ټولیز تاوانونو يې فکر وکړي، له بازاره يې اخلي او ورسره شته وسایل شاته غورځوي. دا چې ټول الیکترونکي وسایل د خپل پخواني ماډل په پرتله دومره ډير پرمختللي نه وي؛ نو ښه دا ده چې د نویو په ځای هماغه تر وروستۍ نیټې وکاروول شي  ترڅو له اقتصادي تاوان نه هم خوندي پاتې او ورسره ورسره د چاپیریالي پام کې خپله ونډه واخلي.

د صنعتونو څخه طبعیت ته را ګرځیدا لپاره له پورتنیو چارو سربیره نور هم داسې کارونه شته چې انسان کولی شي، بیرته خپل طبیعي چاپیریال پرې را جوړ او یا کم تر کمه له لا خرابیدا څخه وژغوري.

تاسي د شته چاپیریالي ستونځو په وړاندې تر دا دمه څه کار  ترسره کړی، هیله ده خپله تجربه او مشوره مو راسره په کمنټ کې شریکه کړئ

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS