امریکا د لاټرۍ له لارې ۵۵۰۰۰ ویزې ورکوي
06 Oct, 2023
Pohantoon by
2023-06-30
Pohantoon by
پوهنتون ویب پاڼه
د کاناډا په اړه خو به څه نا څه مالومات لرئ، کاناډا د شمالي امریکا لویې وچې پرمختللی هیواد دی. د کاناډا جعرافیه لوي هیواد دی چې د وګړو شمیر يې ډير کم دی. ټول مینه وال دي چې کاناډا ته ولاړ شي، هلته پیسې وګټي او همدا رنګه په یو پرمختللي هیواد کې ژوند غوره کړي. کاناډا ته د تګ دغه هیله د نړۍ ډیری خلک لري خو له بده مرغه د دغې هیلې ترلاسه کولو لپاره افغانان تر ټولو سپکه لاره ټاکي او په ډول ډول ناقانونه لارو کاناډا ته ور درومي. د افغانانو دغه ناقانونه لارو دوي کامیابۍ ته نه دي رسولي. خو له بلې خوا د نورۍ نړۍ ولسونه په ځانګړې توګه ځوانان کاناډا ته د تګ تر ټولو آسانه، ویاړمنو او ارزانه لارې ټاکي او کاناډا ته ځي. دغه ویاړمنې او ارزانه لارې لوړې زده کړې دي چې هلته د ترلاسه کولو په پلمه نه دا چې د پرمختللو پوهنتونو زده کړیالان جوړیږي بلکې ترڅنګ يې هلته خپل ژوند ته ادامه ورکوي او په پای کې د يو پرمختللي، سوکاله او ارامه هیواد کاناډا برخه ګرځي.
دلته تاسي لپاره په کاناډا کې د زده کړو اړوند درې ډوله مالومات شریکيږي:
مخکې له دې چې د دې دریواړو په اړه بشپړ مالومات درسره شریک کړو، تاسي نه مو هیله ده چې زموږ دې پیغام شریکولو کې راسره مرسته وکړئ. زموږ دې مالوماتو ته کمنټ ورکړئ، share يې کړئ او همدا رنګه ملګري مو ورته رامنشن کړئ.
پوهنتون دا ټول کارونه د ثواب لپاره پرمخ وړي، پوهنتون د مالوماتو، زده کړې او لارښوونو لپاره خیریه بنسټ دی چې موخه يې افغانانو ته ريښتینې لارښوونې وړاندې کول دي. زموږ ملاتړي شئ او ملګري مو زموږ له کارونو خبر شئ. زموږ فیسبوک پاڼه، زموږ يوټيوب چینل او همدا رنګه زموږ ویب سایټ ته سر ور ښکاره کړئ، هلته به ډیر مالومات ترلاسه کړئ.
لومړی؛ درسره د هغه پوهنتونو لیست شریکوو چې د داخلې ورکول چانس يې تر ټولو زیات دی. دا لیست تاسي سره دا مرسته کولی شي چې د زده کړو ترلاسه کولو لپاره خپل بهتر انتخاب وکړئ، د خوښې پوهنځي، د خوښې درسي پروګرام لپاره مو اسناد ورته ترتیب او ور ولیږئ.
راځئ، د دغه پوهنتونو لیست او د داخلې د ورکولو چانس فیصدي يې درسره شریک کړو.
1. Toronto School of Management 60%
2. Wilfrid Laurier University 55%
3. Lakehead University 83%
4. Ryerson University 55%
5. University of Guelph 50%
6. Université de Montréal 50%
7. Concordia University 50%
8. Memorial University of Newfoundland 50%
9. University of Saskatchewan 40%
10. Carleton University 40%
11. University of New Brunswick 74%
12. University of British Columbia 35%
13. University of Waterloo 35%
14. McGill University 35%
18. University of Alberta 30%
دویم؛ درسره د کاناډا د هاغه پوهنتونو لیست شریکیږي چې د لوړو زده کړو شاملیدا لپاره يې د آیلیټس او ټافل سندونو اړتیا نشته. د دې سندونو نه اړتیا په ځای، د داخله غوښتونکي نه د انګلیسي ژبې د پوهې سند چې د پخواني پوهنتون، لیسې او یا د انسټیټوټ نه ترلاسه کولی شئ. دا لیست ستاسي ډيره مرسته کوي ترڅو د کاناډا د ډیر شمیر پوهنتونو څخه ټاکل شوي پوهنتونو له همدا اوس نه ځان سره ولری. تاسي د همدې لیست درسي پروګرامونه وار په وار درسره وګورئ، د خوښې پروګرام خوښ او غوښتن لیک مو ور ولیږئ.
دریېم؛ درسره د کاناډا مهم بورسونو په اړه لومړني مالومات شریک کړو. تاسي کولی شئ، د پورتنیو دواړو مالوماتو له لارې په یو بهترین دریسي پروګرام کې داخله واخلئ، ورپسې د لاندې بورسونو څخه یو نه مالي مرسته ترلاسه او خپلې زده کړې مو پرمخ یوسئ. د کاناډا دا ۳ بورسونه ډیر مهم او روښانه دي.
مخکې د دې چې دا درې بورسونه په اړه درسره مالومات شریک کړو، تاسي نه مو غوښتنه دا ده چې زموږ دا خبرتیا درسره شریکه کړئ، ملګري مو ترې خبر کړئ او ثوابونه وګټئ.
د کاناډا مهم بورسونه:
دا بورسونه د کاناډا د صدراعظم په نوم نومول شوي. دې بورسونو له لارې د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړې تمویلیږي. د دې بورسونو شمیر ۳۰۰۰ دی. تر ټولو ښه چانس دا دی چې افغانان هم کولی شي دې بورس ته خپل اسناد ور ولیږي او دې چانس نه ګټه پورته کړي.
د دې بورس بشپړ مالومات په لاندې لینک کې درسره وڅارئ:
For More Details: https://www.trudeaufoundation.ca/
دا بورسونه د ماسټرۍ او دوکتورا برخې لپاره ورکول کیږي. د دې بورس له لارې هر کال ۱۶۶ بورسونه ورکول کیږي. دا بورسونه کاناډایانو په شمول د نړۍ ټولو خلکو ته ورکول کیږي. د دې بورسونو په اړه بشپړ مالومات په لاندې لینک کې وڅارئ:
For More Information: https://vanier.gc.ca/en/home-accueil.html
دا بورسونه د کاناډا د ریس جمهور په نوم نومول شوي. د دې بورسونو له لارې هر کال ۱۰۰ زده کړیالانو ته د لوړو زده کړو چانس ورکول کیږي. دې بورسونو کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا کچې زده کړو چانس ورکول کیږي. دې بورس له لارې د نړۍ ټول زده کړیالان برخه اخیستی شي، افغانانو ته هم چانس شته.
د دې بورس بشپړ مالومات په لاندې لینک کې موندلی شئ:
For More Information: https://opportunitiescorners.info/president-scholarships-in-canada/
کاناډا ته د تګ، هلته د زده کړو او ورپسې هملته د اوسیدا لپاره ترټولو ښه انتخاب همدا دی. تاسي نه مو هیله ده چې کاناډا ته د پورتني مسیر په تعقیبولو لاړ شئ.
په پای کې تاسي ته ډاډ درکوو چې پوهنتون هڅه پیل کړې چې د نړۍ ټولو پرمختللو هیوادونو ته د افغانانو د ناقانونه او سپک ورتګ مخه ونیسي او په ځای ورته داسې لارې چارې ور وښايي ترڅو هلته ورتګ يې له ویاړ نه ډک، خورا آسانه او بیخي ارزانه وي. که تاسي پوهیږئ چې دا مالومات نورو هیوادوالو ته ګټه رسوي نو همدا اوس يې درسره ښه ډیر شریک کړئ. په میسجونو کې هم ډیرو ملګرو ته ولیږئ.