امریکا د لاټرۍ له لارې ۵۵۰۰۰ ویزې ورکوي
06 Oct, 2023
Pohantoon by
2023-04-26
Pohantoon by
لیکنه: صلاح الدین کبیر
که د دې لیکنې تر پایه لوست لپاره وخت نلرې؛ نو د پورته هدف ترلاسه کولو خیال مو له پامه وباسئ، دا ځکه چې اروپا ته راتګ آسانه نه، ولې بیخي ډير ممکن دي.
د اروپا لویه وچه ۵۰ هیوادونه لري، په دې کې ۲۷ هیوادونو يې د خپل مینځي اړیکو او باندني دریز له پلوه د یووالي هوکړه کړې چې په اروپايي ټولنه یادیږي. د اروپا کابو ټول هیوادونو د کرنیزو محصولاتو، صنعتي ودې او د ژوند آسانتیاوو له پلوه د نړیوالو په ځانګړې توګه د افغانستان په څیر بې وزله هیوادوالو پام ځانته را اړوي او همدا ده چې د زده کړو، کډوالۍ او په بیلا بیلو نورو پلمو هر کال کابو ۲،۵ میلیونه انسانان اروپا ته راځي.
اروپا کې ژوند د ډیریو رنګینیو او هوساینو سربیره د رقابتي کاري بازار ته ننوتل هم دي. ځیرک او هوښیار راتلونکي ورته مخکې له مخه آمادګي نیسي او همدا ده چې په پوره انساني ارزښتو سمبال راځي او دلته د یو سوکاله ژوند څښتن ګرځي. د وروسته پاتې او جنګ ځپلې سیمې خلکو راتګ نه دا چې بې پلانه او ناقانونه وي بلکې تر څنګ يې د اروپا د کاري بازار سره ناخبرتیا هغه څه دي چې لومړی خو په اسانه را رسیږي نه، که را ورسیږي هم؛ نو تر شاه يې د پور کړو لګښتو هغه امبار پروت وي چې په خلاصیدا خلاصیدا يې انسان له ژوند نه خلاص کړي.
دا لیکنه د هغه لوستونکیو لپاره د یو لارښود په ډول وړاندې کیږي چې مخکې له دې چې د اروپا شوق لري، باید کم تر کمه د ښه او قانوني راتګ لپاره ورته د خپلې آمادګۍ ارزوونه وکړي.
که جواب مو دا وي، چې د هر یو چانس يې وموند، هماغه. دې دا مانا ده چې تاسي نه دا چې آماده نه یاست بلکې د اروپا په اړه خبر هم نه یاست. د همدې لپاره باید تاسي مخکې له راتګ نه اروپا په اړه ولولئ، د هیوادونو په اړه يې پرتله ایزه ارزوونه وکړئ او بیا د ځان لپاره د خوښې هیواد انتخاب کړئ.
که جواب مو هو وي؛ نو باید کوښښ وکړئ، ژر تر ژره يې رسمي ازموینه ورکړئ او تر منځنې کچې سندB1 يې لاسته راوړئ. او که جواب مو منفي وي؛ نو دا وګڼئ چې کار مو بیا هم نیمګړی دی.
ژر تر ژره د یاد هیواد ژبه زده کړئ. د محاسبو له مخې د اروپا هر ژبه، یو عادي انسان چې د ورځې ۲ ساعته مطالعه کړي، په ۶ میاشتو کې يې زده کولی شي. د پوهې په ډګر کې خو بیا افغانان ځانونه له چا کم نه ګڼي؛ نو شابۍ ژر د ټاکل شوي هیواد ژبه زده کړه پیل کړئ. د ژبې زده کړې برخه کې ښه چانس دا لرئ، چې په یوټیوب کې د هرې اروپايي ژبې استادانو د درسونو بشپړه لړۍ شتون لري، یواځې ستاسي د وخت ورکولو انتظار باسي.
که جواب مو هو وي، ډیره ښه او که جواب مو منفي وي؛ نو دې برخه کې هم نیمګړي یاست. ژر تر ژره مو د زده کړو اړوند ټول اسناد له باندنیو چارو وزارت نه تصدیق کړئ.
څلورمه پوښتنه، آیا پاسپورټ لرئ او که نه؟
که جواب مو هو وي، سمه ده او که جواب مو منفي وي؛ نو دا برخه مو هم نیمګړې ده، دې برخه کې هم چټک شئ، واسطې کاروئ، زارۍ وي او که هر ډول وي، پاسپورټ مو ترلاسه کړئ. پرته له پاسپورټ نه بیرون ته تګ هم حماقت دی، که هلاکت.
هر کله مې چې پورته آمادګۍ ولرلې، بیا نو تاسي یو بل کار چې هغې ته صبر او حوصله وايي، هغه پخپل بدن کې را وټکوئ، د صبر میوه خوږه وي. په اروپا کې د پوهنتون شاملیدا عادي پروسه میاشتې نیسې، دا کار په وارخطايۍ نه ترسره کیږي. د همدې لپاره خپلې بشپړې آمادګۍ وروسته هم کابو ۶ میاشتې صبر وکړئ ترڅو درسي پروګرام کې شامل شئ.
دې برخه کې تاسي اړ یاست چې د لا مشورو او لارښونو لپاره ځان لپاره داسې هیواد وال پیدا کړئ چې په یاد هیواد کې په زده کړو بوخت وي، د ټولنیزو رسنیو، ملګرو او دوستانو په وسیله ورسره اړیکه کې شئ. د خپل پلان په اړه مرسته او لارښوونه ترې وغواړئ. په یاد ولرئ چې د موندل شوي لارښود نه لاره مه ورکوئ، هر وخت په خپل طبیعیت يې په میسجنو او زنګونو مه په عذابوئ. یاد کس که ستاسي مرستې ته غاړه ایښې، د وخت درناوی يې وکړئ او د اړیکو نیولو په مهال يې وخت مه ضایع کوئ، هغه مرسته ترې وغواړئ چې تاسي پرې ناتوانه یاست، واړه واړه کارونه خپله ترسره کړئ، هغه پوزې ته مه راولئ. هر کله مو چې لارښود ترلاسه کړ، هغه ستاسي درسي مخینې ته په کتو، ستاسي په شاملیدا کې ډیره مرسته کولی شئ. دې برخه کې ما د ډیرو لارښوونې ته غاړه ایښې، ډیرو ډیر زیات ځورولی یم. څه بیلګې يې د لا پوهاوۍ لپاره درسره شریکوم. یو کس راته ویل چې بیخي بیکاره یم، پوهنتون نه ۳ کاله کیږي فارغ یم، یو ښه کار راته وګوره، ماته يې کړل چې لومړی راته ښه CV جوړه کړه، بیا راته دندې ولټوه او بیا راته نوم لیکنه ترسره کړه. ما ورته جواب کې وویل چې خپله ۳ کاله يې چې بیکاره يې؛ خو ماته دې په ۳ دقیقو کار وکوت. نو داسې نه دي پکار
د خپل خوښې هیواد پوهنتونونه یو په يو درسره وپلټئ او پکې د شاملیدا لپاره لاندې چارې مخته یوسئ:
هر کله چې تاسي پوهنتون ته ومنل شوئ، یاد پوهنتون تاسي ته د منل کیدا تصدیق درکوي او ورته حال کې ستا په تړاؤ د یاد هیواد سفارت ته د ویزې په درکولو کې د مرستي مکتوب ورلیږي.
که تاسي په یاد درسي پروګرام کې په بورس ومنل شوئ؛ نو بیا خو بیخي ستونځه نه پاتې کیږي، ستاسي ویزه سل په سلو کې درکول کیږي او همداسې تاسي اروپا د په یو درون ویاړ سره راځئ. که پوهنتون کې شاملیدل مو په شخصي لګښت ترسره شول؛ نو بیا ځینې مهال سفارتونه ستاسي د زده کړو د لګښت په اړه له تاسي د بانکي تضمین یا په افغانستان کې د بانک حسابي سابقه غواړي، دا دواړه دومره لویه ستونځه نه جوړوي.
اروپا ته راتګ سره مو زده کړې مخته یوسئ او دلته په رخصتیو ( د ژمي رخصت، اوړي رخصت، اونۍ کې ۲ ورځې رخصت) دومره کار موندلی شی چې کم تر کمه ځان پرې وساتلی شئ، که نه د دغه ۱ یا ۲ کاله وخت لپاره خپل لګښت وکړئ، راتلونکي لپاره آمادګي ونیسئ او همدلته اروپا کې کار وکړئ، پیسې وګټئ او د هیواد نوم مو روښانه کړئ.
دا مالومات د ثواب په نیت تر تاسي ورسیدل، له تاسي هم هیله کیږئ چې نورو هیوادوالو سره يې شریک کړئ.