< وروستۍ لیکنې

د اروپا د پرتګال هیواد د کار موندنې ویزې د ترلاسه کولو خبرتیا

2023-06-22

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

د اروپا د پرتګال هیواد د نړۍ څخه د کاري قوې را جذبولو په پار د کار موندنې ویزې د ورکړې اعلان کړی. یاد هیواد د دې لارې غواړي د نړۍ څخه په کارپوه، زیارکښ او مسلکي کسان خپل صنعتي او اقتصادي بازار کې ځای په ځای کړي.

دا حالت د افغانانو لپاره په ځانګړې توګه چې عربي هیوادونو کې افغان کارکوونکیو لپاره زرین چانس دی. هغوي ټول کولی شي دې ویزې لپاره خپل اسناد آماده او ورته نوم لیکنه وکړي او د اروپايي هیواد د خپلواکه او اوږد مهاله ویزه ترلاسه کړي. که تاسي او یا ستاسي ملګري، د کورنۍ غړي او خپلوان په عربي هیوادونو کې یاست، د دې خبرتیا نه يې خبر کړئ، ټولو ته دا خبرتیا ور ورسوئ.

د پرتګال هیواد د کار موندنې ویزې په اړه لومړني مالومات:

دا ویزه د ۴ میاشتو لپاره ورکول کیږي چې له لیارې انسان کولی شي پرتګال هیواد کې ځان لپاره کار بیا مومي. د یادې ویزې په دوران کې باید د کار لټون ترسره شي او کله چې کار ترلاسه کړي؛ نو بیا ورته اوږد مهاله اقامه ورکول کیږي.

دا چې پرتګال هیواد د کاري قوې د کمښت سره مخ دی؛ نو هلته ته د ورتګ سره سم احتمال دا دی چې ډیر ژر به کار ترلاسه کولی او د اوږد مهاله اقامت لاسته راوړلی شئ.

که چیرې تاسي په پرتګال کې په ۴ میاشتو کې هم کار ترلاسه نشي کړای، نو بیا هم ستاسي لپاره د کار لټون په پلمه ، ستاسي ویزه ۲ میاشتې نوره هم اوږدیږي ترڅو کار پیدا او اقامت ترلاسه کړی.

 

د پرتګال د کار موندنې ویزې د ترلاسه کولو شرطونه په لاندې ډول دي:

  • تر ټولو لومړی باید د پرتګال هیواد د کار موندنې ادارې سره آنلاین نوم لیکنه ترسره کړئ. د نوم لیکنې لینک او همدا ډول د نوم لیکنې ویډیويي لارښود لینکونه لاندې در کړل شوي:

د پرتګال هیواد د کار موندنې ادارې د نوم لیکنې لینک:

https://www.iefp.pt/declaracao-visto-de-procura-de-trabalho?tab=english

په پښتو ژبه د نوم لیکنې عملي ویډیويي لارښود لینک:

https://www.youtube.com/watch?v=NBA6bMmw134&lc=UgzTdQXbYBVxREfj7Xt4AaABAg

  • د کار موندنې ویزې لپاره فورمه کې خپل مالومات ور زیات کړئ. د فورمې د ډکولو ویډیويي لارښود لینک لاندې دی:

https://www.youtube.com/watch?v=NBA6bMmw134&lc=UgzTdQXbYBVxREfj7Xt4AaABAg

  • پاسپورټ اندازه عکسونه ولرئ
  • پاسپورټ مو باید کم تر کمه ۲ کاله وخت ولري
  • له افغانستان نه بیرون د بل هیواد کې د اوسیدو اقامت ولری
  • د افغانستان نه بیرون د بل هیواد اقامت سربیره هلته بانکي حساب ولری
  • د افغانستان نه بیرون د بل هیواد اقامت سربیره هلته کاري تجربه ولری
  • د افغانستان نه بیرون د بل هیواد اقامت په دوران کې هلته د ځايي پولیسو نه د جرمي مخینې د نه درلودو سند ولری

د پرتګال د کار موندنې ویزې لپاره:

  • خپل اسناد اماده کړئ
  • د پرتګال د کار موندنې ادارې آنلاین فورمه ډکه کړئ
  • ستاسي ایمیل ته د کارموندنې ادارې لخوا ثبت لیک در لیږل کیږي
  • د اوسني هیواد پلازمینه یا لوي ښار کې د پرتګال سفارت یا کونسلګرۍ بیا مومئ

یا

  • د یاد هیواد د ویزو د چوپړتیاوو شرکت VFS GLOBAL دفتر سره اړیکه کې شئ.
  • له دوي د ویزې د اسنادو ور سپارلو وخت واخلئ
  • د ویزې لپاره ځانګړې فورمه ډکه کړئ
  • بانکي حساب په اړه مو له بانک نه تصدیق ترلاسه کړئ
  • ټول اسناد مو برابر او د پرتګال ویزې لپاره يې ور وسپارئ.
  • ۳ میاشتې تم شئ او د پرتګال د کار موندې له لیارې اروپا ته راشئ.

اوس نو تاسي د پرتګال هیواد د کار موندنې ویزې د ترلاسه کولو لپاره ټول لومړني مالومات ترلاسه کړل، تاسي د یاد هیواد د باندنیو چارو وزارت رسمي ویب پاڼې ته په لاندې لینک په کیکاږلو ور ننوځئ:

د پرتګال د کار موندنې په اړه د یاد هیواد د باندنیو چارو وزارت مالوماتي لینک:

https://vistos.mne.gov.pt/en/national-visas/necessary-documentation/job-seeker-visa

که تاسي همدې نوم لیکنې په اړه هر ډول پوښتنه لرئ، کمنټ کې يې ولیکئ، موږ په کمنټ کې جواب در کوو. مننه

تاسي نه مو هیله کیږي چې دا خبرتیا تر ډیرو هیواد والو ورسوئ، په ځانګړي توګه عربي هیوادونو کې په کار بوخت افغانانو ته.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS