امریکا د لاټرۍ له لارې ۵۵۰۰۰ ویزې ورکوي
06 Oct, 2023
Pohantoon by
2023-05-03
Pohantoon by
لیکنه: ډاکټر عبدالرحمن مشتاق
چاغوالې په نړۍ کې یوه له سترو روغتیايي ستونزو څخه ده.
دا د ډیرو نورو ناروغیو سره تړاو لري، چې په ټولیز ډول د میټابولیک سنډروم په نوم پیژندل کیږي. په دغه سنډروم کې د وینی لوړ فشار او د وینې لوړ شکر شامل دي.
هغه وکړې چې میټابولیک سنډروم لري د هغه وکړو په نسبت چې نورمال وزن لري د زړه د ناروغۍ او دویم ډول د شکرې ناروغۍ په خطر کې قرار لري .
په تیرو لسیزو کې، ډیرې څیړنې د چاغوالې په لاملونو او دا چې څنګه یې مخنیوی یا درملنه کیداې شي تمرکز کړی.
په عمومې ډول چاغوالی په زیاته اندازه خواړه خوړل او یا غیر صحې غذایې رژیم لرل او د ژوندانه په عادتونو او تګلارو پورې اړه لري، خو ځینې نور لاملونه هم شته چې د چاغوالې لامل کیږي. په دې لیکنه کې په هغه لاملونو بحث کوم چې د چاغوالې لامل کیږي:
چاغوالې د ارثیت سره قوي اړیکه لري، یعنې هغه مور او پلار چې چاغ وې د دې احتمال چې بچیان یې هم زیات وزن ولري ډیر زیات دی. خو سره د دې بیا هم د هغه غذایې رژیم پورې تړاو لري چې ترې استفاده کوئ.
دا خواړه داسې ډیزاین شوي چې ارزانه وي، د خوړلو مخکې زیات وخت دوام وکړي یعنې ژر خراب نشې او خوند یې خورا په زړه پورې وي. د خوړو تولید کونکي د دې هڅه کوي چې خواړه ډیر خوندور چمتو کړې او په دې ډول خلک ډیر خوراک ته هڅوې. همدا ډول دا خواړه کامله خواړه نه دي او یوازې د دې لپاره چې مشترې جذب کړي چمتو شوې. دغه خواړه د خپل په زړه پورې خوند سره په انسانانو کې د غذایې اعتیاد لامل کیږي.
انسولین یو ډیر مهم هورمون دی چې په بدن کې د انرژي زیرمه تنظیموي.
د انسولین یوه دنده دا ده چې د غوړ حجرو ته ووایی چې غوړ ذخیره کړي.
هغه خواړه چې په لوړه کچه کاربوهایډریټ لري په ډیر وزن لرونکو او چاغ وګړو کې د انسولین مقاومت هڅوي. دا په ټول بدن کې د انسولین کچه لوړوي، د دې پرځاې چې انرژي وکاروې په نورو حجرو کې یې زیرمه کوي.
همدارنګه څیړنې څرګندوې چې انسولین د چاغوالې په پراختیا کې مهم رول لري.
د ځینو درملو جانبې عوارض هم کولی شې د چاغوالې لامل شې، د مثال په توګه د فشار ضد درمل دوخت په تیریدو او په اوږدمهال کې د چاغوالې لامل کیږي. نور مثالونه یې لکه د شکر ناروغۍ درمل او د روانې ضد درمل دي.
دغه درمل ستاسو د بدن او دماغ فعالیت بدلوي د میتابولیزمې تعاملاتو سرعت کموي او یا د اشتها د زیاتوالې لامل کیږي.
لیپټین یو بل هورمون دی چې په چاغوالې کې مهم رول لوبوي.
دا د غوړ حجرو لخوا تولید کیږي او د غوړ حجرو په زیاتیدو سره د وینې جریان دې حجرو ته زیاتیږې. د همدې لپاره د دغې هورمون کچه د چاغو خلکو په وینه کې لوړیږې.
په نورمالو وګړو کې، د لیپټین لوړه کچه د اشتها کمولو سره تړاو لري. کله چې په سم ډول کار وکړي، دا باید ستاسو دماغ ته ووایي چې ستاسو د غوړ ذخیره څومره لوړه ده.
ستونزه دا ده چې لیپټین کار نه کوي لکه څنګه چې باید په ډیری چاغو خلکو کې وي، ځکه چې د ځینو دلیلونو لپاره دا نشي کولی د وینې دماغ خنډ څخه تیر شي.
دې حالت ته د لیپټین مقاومت ویل کیږي او داسې انګیرل کیږي چې د چاغوالې مخکښ لامل دی.
شیرینې او قندې مواد ممکن د عصري رژیم یوازینی بدترین اړخ وي.
دغه شیرینې د بدن هورمونې سیستم بدلوی او د چاغوالې لامل کیږي.
خلک د نشایستې په ګډون د مختلفو خواړو څخه ګلوکوز ترلاسه کوي، مګر د فرکټوز ډیری برخه د اضافه شکر څخه راځي.
د فروکټوز ډیر مصرف کولی شي د انسولین مقاومت او د انسولین کچې لوړیدو لامل شي.
د دې ټولو دلیلونو لپاره شکر انرژي زیرمه کوی او په نهایت کې چاغوالې کې مرسته کوي.
په ټوله نړۍ کې خلک د روغتیا او تغذیې په اړه غلط معلومات لري.
د دې لپاره ډیری دلیلونه شتون لري، مګر ستونزه په لویه کچه پدې پورې اړه لري چې خلک خپل معلومات له کوم ځای څخه ترلاسه کوي.
ډیری ویب پاڼې، د بیلګې په توګه، د روغتیا او تغذیې په اړه ناسم یا حتی غلط معلومات خپروي.
ځینې خبري رسنۍ هم د ساینسي مطالعاتو پایلې ساده کوي یا غلط تشریح کوي او پایلې په مکرر ډول له شرایطو څخه لرې کیږي.
نور معلومات ممکن په ساده ډول زاړه وي یا د تیوریو پراساس وي چې هیڅکله په بشپړ ډول ثابت شوي ندي.
د خوړو شرکتونه هم رول لوبوي. ځینې محصولاتو ته وده ورکوي، لکه د وزن کمولو اضافي درمل، چې کار نه کوي.
هغه ناوړه پایلې او ناروغۍ چې د چاغوالې یا زیات وزن څخه رامنځته کیږي: