< وروستۍ لیکنې

د لیمو د پوستکې د خوړو روغتیايي ګټې

2023-05-04

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

سربیره د دې چې لیمو د سټروسو له ډلې څخه ګڼل کیږي او همدا ده چې ډیره برخه وټامن سي لري؛ خو دلته تاسي د لیمو د زبيښلو وروسته د هغې د پوستکي له ګټو خبروو. که چیرې تاسي د لیمو د پوستکي له ګټو خبر شی؛ نو پرته له دې چې د لیمو اوبه وزبیښئ، ټول لیمو به په ډیره چابکتیا سره نوش جان کړئ. دې لیکنه کې تاسي سره د لیمو د پوستکې ۶ روغتیايي ګټې شریکیږي.

  1. له بدن نه زهرجن مواد وباسي:

د انسان په بدن کې شته اعضاوو فعالیت په طبیعي ډول زهرجن مواد پیدا کوي، سربیره د دې انسان چې کله نا مناسب خواړه وکاروي، په بدن کې يې زهرجن مواد جلا کیږي او د بدن په یوه برخه کې ځای په ځای  چې له کبله يې سرطاني ناروغۍ پیدا کیږي. د لیمو د پوستکي کارولو سره سم، د لیمو په پوستکي کې شته مواد د اندروبا په څير د بدن زهرجن موادو پسې ګرځي او د خپل کمالاتو له لارې يې پخپله له مینځه وړي او یا يې د ناکاره موادو په څير، له بدن نه وباسي. دې برخه کې د لیمو پوستکې د بدن دننه برخو ته ډیر ګټور تمامیږي. د انساني بدن د ځیګر په وړاندې ګواښونه آراموي. هغه مکروبونه چې په کولمو کې د کولرا او محرقې ناروغۍ لامل ګرځي، له مینځه وړي.

  1. د سرطان او ورته ناروغیو په وړاندې مبارزه کوي:

مخکې له دې چې بدن کې سرطاني مواد وده وکړي، د لیمو پوستکي يې لومړی تاثیر له مینځه وړي او بیا يې له بدن نه په چټکۍ سره وباسي. همدې سره د لیمو پوستکي، د بدن د بندونو درد، د بدن سستي او همدا ډول د زړه ناروغیو په وړاندې مبارزه کوي.

  1. د هاضمې سیسټم  تنظیموي:

ځینې مهال د لیمو او یا د نور سټروسو د اوبو ډیر کاروول کیدای شي د انسان د هاضمې سیسټم ګډ وډ کړي؛ نو همدې لپاره په کار دې چې د لیمو پوستکي وکاروول شوي ترڅو د انسان د هاضمې سیسټم نورمال او سم وساتي.

د لیمو پوستکي په معده کې سخت خواړه هم میده کووي او د هضمې بهیر سره يي یو ځای کوي. د خیټې چینجي وژني او له بدن نه يې وباسي. د بدن دننه pH نورمال ساتي او همدا ډول د هاضمې سیستم غښتلی کوي.

  1. د بدن پوستکي ته ښکلا ورکوي:

موندنې ښيي چې لیمو د پوستکي سلامتیا لپاره  په درملو کې کاروول کیږي. په لیمو کې شته وټامن سي نه دا چې د بدن سیسټم ملاتړ کوي بلکې تر څنګ يې د وینو رګونه هم پاکووي. د بدن پاک شوي واړه واړه ټول رګونه اصل کې د پوستکي برخه وي او همدا ده چې په پاکیدا يې د انسان پوستکی ښایست پیدا کوي.

  1. زخمونه رغوي:

د لیمو پوستکي په خوړولو سره د انسان په بدن کې دننه او بیا د بدن بیرون برخه کې شته زخمونه رغوول کیږي. د لیمو د پوستکي په خوړولو سره د بدن ټول هغه دردونه او سوخت چې د زخمونو له امله را ولاړیږي، له مینځه ځي او انسان ارامښت لاسته راوړي.

  1. د انسان هډوکي رغوي:

د انسان بدن کې تر ټولو ارزښت ناکه برخه هډوکي دي، همدا دي چې له امله يې بدن توان مند وي. ډیری وخت په انسان کې شته ناروغۍ او یا د عمر ډیر والی یا کومه بله پیښه د انسان هډوکو کې درز یا کومه ستونځه پیدا کوي. د لیمو پوستکو په خوړولو سره، د انسان په هډوکو کې را ولاړیدونکې ستونځې ډیر ژر بیرته رغیږي. دا ځکه چې د لیمو پوستکي کیلشیم، وټامن سي، نیوټرنټ ای، کا، کاپر، میګنیشیم، پوټاشیم او ګټور فایبرونه په ځان کې لري چې دا ټول شیان د انسان هډوکو د بیا رغولو کې مهم رول لوبوي.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS