< وروستۍ لیکنې

کشرانو ته مو لاندې چارې ور زده کړئ

2023-05-04

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

د یو پلار یا د کورنۍ مشر په توګه، تاسي مو د کورنۍ د ټولو را لویو دونکیو کشرانو د روزنې او تربيې مسؤل یاست. ستاسي لخوا سم ترسره شوې تربیه ستاسي د ځوانیدونکي کشرانو په راتلونکې جوړولو کې خورا زیات رول لوبوي.

د ژوندانه اړین کارونه چې باید کشران يې له خپلو زده کړي، ډیری وخت د ناپامۍ او نا مسؤلیتۍ له امله نه ور ښودل کیږي او همدا ده چې را لوي شوي ځوانان په ټولنه کې د نورو ځوانانو په پرتله مړاوي، بې زړه او د کمترۍ احساس څښتن لرونکي وي.

دې لیکنه کې ستاسي پام د ۸ داسې کارونو ته را اړوول کیږي چې تاسي يې باید خپلو کشرانو ته له همدا اوس نه ورښودل پیل کړئ. دا زده کړه به د هغوي د ځوانۍ پیل سره سم په ټولنه کې د یو مسؤل انسان په توګه، په کار راشي.

که څه هم دا کارونه د ۷ کلنۍ نه باید خپلو کشرانو ته ور وښودل شي؛ خو که تاسي تر دا دمه څه نه وي ور ښودلي؛ نو بیا هم وخت لرئ، همدا نن څخه لاندې لارښوونې ورسره نه دا چې یواځې ور وښايئ، بلکې تر څنګ يې پرې وار په وار تمرین کړئ.

  1. خپلواکتیا ورښودل: کشرانو ته مو خپلواکتیا ور وښايئ. هغوي ته ور وښايئ چې هر څه پخپله و پيژني، وخت ورکړئ چې د ژوند چارې پخپله او ستاسي د مرستې پرته مخته یوسي. دا چاره هغوي پخپل ځان باوري کوي او د کار کولو لیوالتیا يې ډیروي.
  2. تصمیم نیولو ته يې پریږدئ: د ژوندانه په چارو کې د تصمیم نیولو واک هغه څه دي چې په ځوانۍ کې يې باید ټول پرې حاکم وي. خپلو کوچنیانو ته مو له کوچنیوالي د ځان په اړه د تصمیم نیول ور زده او واک ورکړئ. د خوړو، کالیو، څښاک، پوښاک او همدا ډول د لوبو د خوښولو او نه خوښولو په اړه د تصمیم واک هغه څه دي چې له کوچنیوالۍ مو کشرانو ته ور وسپارئ. په دا کار دوي د ځان او خپل راتلونکي په اړه د لا ښه تصمیم نیولو باور پیدا کوي او په ډیره لیوالتیا هغه څه غوره کوي چې ښه پرې ښکاري.
  3. ځان ژغورنه ور وښايئ: د ځان په وړاندې د هر ډول ګواښ مخه نیول او یا ترې ځان ژغورل هغه څه دي چې انسان کې ځان باوري او توانمندي را ټوکوي. ځان ژغورل نه دا چې یواځې د فزیکي ګواښونو په وړاندې عمل دی بلکې تر څنګ يې د هر ډول فکري، رواني او عصبي ګواښونه چې انسان ورسره مخ کیږي، باید په وړاندې يې د ځان ژغورنې چل زده او وکاروول شي. دا چاره مو کشرانو ته له کوچنیوالي ور وښايئ.
  4. د نورو رايې پيژندنه ور وښايئ: ډیری وخت د یو موضوع په تړاؤ انګیرنې پاشلې وي. انسان د انګیرنو جلا والی او یا يې مخالفت نشي زغملی؛ نو همدا ده چې انسان د خپل منځي جنجال ښکار کیږي. د دې لپاره چې کشران مو له دې ناروغۍ خوندي وي، کشران مو د نورو د رايې په تړاؤ داسې اماده کړئ چې ورته احترام وکړي، خپل دریځ وپيژني او په تړاؤ يې نور څه فکر لري، هیڅ اندیښنه ونلري.
  5. د نا پيژاندو سرو د خبرو چل ور وښايئ: دا چې کشران له کورني چاپیریال نه بیروني چاپيریال سره مخ کیږي؛ نو اړینه ده چې د بیروني چاپیریال د وګړو سره د خبرو اترو او راکړې ورکړې په اړه خبر او پوره باورمن وي. کشران مو باید داسې وروزئ چې له کوره بیرون د هټۍ وال، موټروان، ټولګیوال، ګاونډي او ښاروندویانو سره په لوړ مورال، په پوره درناوۍ مخې ته ولاړ شي. ډیری وخت کشران د دغې چارې د ناسم درک له امله ګستاخ او یا د نورو د ناوړو ګټو ښکار کیږي.
  6. د وخت مدیریت سره يې عادي کړئ: دا چي انسان په دنیا کې ډیر کم وخت لري؛ نو همدا ده چې تر ټول با ارزښته ګڼل کیږي. انسانان د ژوند په چارو کې دومره عادي ګرځي چې د وخت د سم مدیریت ترې هیر شوی وي. د دې لپاره چې انسان خپل وخت ښه مدیریت کړي او له خپل ژوند نه په پوره مانا ګټه واخلي؛ نو پکار ده چې انسانان په کوچني والي کې د وخت مدیریت سره عادي کړای شي. د وخت مدیریت په اصل کې د کارونو مهال ویش او ورته د لومړیتوبونو ټاکلو په مانا دي. کشران باید له کوچنیوالي د وخت د مدیریت په ارزښتو او ګټو يې پوه او بیا دې ورسره عادي کړي.
  7. د ناکامۍ سره د تعامل پوه ورکړئ: انساني ژوند د کامیابیو او ناکامیو سره مل دی. ډيری وخت د ګوچنیانو د ښه راتلونکي راز یواځې په کامیابۍ او پرمختګ کې ور ښودل کیږي؛ خو ريښتیا دا دي چې انسان باید د کامیابۍ او ناکامۍ دواړو حالتونو سره آشنا و روزل شي. که چیرې کوچنیانو ته د ناکامۍ سره د تعامل چلن وه نه ښودل شي؛ نو کشران مو د ناکامۍ په حالت کې پرته له دې ځان ووژني او یا تسلیم شي، بل هیڅ لاره نشي خپلولی. په همدې پار کشران باید د ښه ژوند لپاره د دواړه چارو (ګامیابۍ او ناکامۍ) وپوهولی شي.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS