< وروستۍ لیکنې

کوچنیان مو په فکري ارامتیا او سوله کې و روزئ

2023-08-13

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

د جنګ ځپلو او وروسته پاته هیوادونو ځوانان د فکري نارامۍ او ذهني ترنګیلتایوو کې ښکیل وي. دا هغه حالت دی چې ځوانان نشي کولی خپل راتلونکي لپاره تل پاته پلان ولري او د یاد پلان عملي کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. فکري نارامه ځوانان هره ورځ د یو نوي فکر سره او یا ډیری وخت له نورو خوا په ورکړل شوي فکر پیل او د ورځې پای پرته د څه لاسته راوړنې تیروي.

دا ځورونکی حالت هغه څه دي چې د وروسته پاتې ټولنې ځوانان تل د بې لارې کسانو، وروسته پاتې فکرونو او همدا ډول د پردیو شومو موخو ښکار ګرځي. د دې لپاره چې ځوانان مو کوټلي، خپلواک او د روغ فکر څښتن ووسي، اړینه ده چې له کوچنیوالي په سوله ایز او روغ فکر وروزل شي.

د کوچنیانو د فکري سولې او ثبات روزنه په لاندې کارونو ترسره کولی شئ او دا کار باید له همدا نن نه پیل کړئ:

  1. کوچنیانو ته په خپل کور کې د مینې او صمیمیت چاپیریال را جوړ کړئ. ستاسي کوچنیان ستاسي لخوا د توانمندۍ، مرستندویه چاپیریال ته اړتیا لري چیرې چې هغوي مینه، خوندیتوب او خپل ارزښت احساس کړي. هغه کوچنیان چې مینه ورکول کیږي او ځان خوندي احساسوي، هغه په راتلونکي کې د فکري سولې او ثبات ښه څښتن ګرځیدای شي.
  2. کوچنیانو ته مو د عمر سره سم د جسمي او عصبي ارامښت تمرین ور زده کړئ. له دې لارې به کوچنیان په راتلونکې کې د خپل فکر او احساس په اړه ډیر ځواکمن وي.
  3. کوچنیان مو د احساساتو د ښکاره کولو په تړاؤ و روزئ. هغوي سره د هغوي احساساتو په اړه وغږیږئ، ترې واورئ. مثبت احساساست يې وستایئ، منفې يې ور په ګوته او ترې د خلاصیدا مشورې ورکړئ. دا په ور په ډاګه کړئ چې فکري احساس طبیعي پدیده ده؛ خو ډیر ځواکمن هغه دی چې د ښه مدیریت ډیر توان يې ولرئ.
  4. کوچنیان مو د ستونځو په هوارۍ او ترې د را وتو برخه کې و روزئ. کوچنیانو ته د عمر په تیریدو د را ولاړیدونکو ستونځو په تړاؤ خبر ورکړئ او ورته مهال کې يې د مدیریت او د ښه راوتو په اړه لارښوونې وکړئ. د ستونځو په هوارۍ کې ورسره د ملګري په ډول مرسته وکړئ او احسان پرې مه ور باروئ.
  5. کوچنیان مو له بې ځایه انديښنو او ترینګلتیاو لیرې وساتئ. د کوچنیوالي په مهال کورنۍ ستونځې، جنجالونه، کیلوالي شخړې او تربګنۍ هغه څه دي چې کوچنیان له وړوکوالي منفي فکره روزي. دا منفي روزنه نه دا چې یاد حالت د لا ورانۍ لامل ګرځي بلکې تر څنګ يې د ژوند په نورو چارو کې نار ارامه او احساساتي لویوي.
  6. کوچنیان مو په مثبتو ښکیلتیاوو او تمرینونو کې و روزئ. له کوچنیوالي فزیکي تمرین، د مناسب خوړو او پوره خوب ترسره کولو باندې عادي کړئ.
  7. کوچنیان مو نوښتګر و روزئ. هفوي ته د نوښتونو په پنځولو او پکې د ښکیلتیا وخت ورکړئ. د بیلګې په توګه، شاعري، لوبې، موسیقي، لیکوالي، رسامي، تمثیل او ورته نور داسې نوښتګر کارونه چې د انسان هنري ځواک را برسیره کوي.

د دې سربیره کوچنیان مو تر ټولو نیږدې ملګري وګرځوئ. هغي سره ستاسي ملګرتیا، نه دا چې تاسي د هغه له ستونځو، احساساتو او غوښتنو خبروي بلکې تاسي په ډیره آسانه او ښه ډول کولی شي چې هغه له منفي خواوو سم لور ته را وګرځوئ.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS