امریکا د لاټرۍ له لارې ۵۵۰۰۰ ویزې ورکوي
06 Oct, 2023
Pohantoon by
2023-05-01
Pohantoon by
لیکنه: ډاکټر عبدالرحمن مشتاق
روغتیايي غذایې رژیم لرل او منظم ورزش ترسره کول، کولی شې ستاسو په وینه کې د غوړو اندازې کمولو کې مرسته وکړي.
د روغتیايي عادتونو غوره کول، لکه روغتیايي او په انډول خواړه خوړل او فعال پاتې کیدل هم کولی شي ستاسو د کولیسټرول کچه په لومړي پړاو کې ټیټ وساتې.
دا اړینه ده چې د کولیسټرول کچه کنټرول وساتئ ځکه د کولیسټرول لوړه کچه د زړه ناروغۍ او سټروک ګواښ زیاتوي.
هغه خواړه چې د وینې غوړ کموي په لاندې ډول دي:
بینګړۍ له هغه سبزیو څخه ده چې کمه کالوري لري، دغه سبزي په خپل ترکیب کې هغه فایبرونه لري چې زړه ته ګټور دي. همدارنګه بینګړۍ په خپل ترکیب کې یوه ماده لري چې د پولې فینول په نوم یادیږي دغه ماده د التهاب سره مبارزه کوي. تغذیه پوهان وړاندیز کوي، هغه وګړي چې غواړي د وزن زیاتوالی څخه مخنیوی وکړي دا سبزي دې په خپل رژیم کې ور زیات کړي.
توت هم په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ګیاهي پولی فینول لري او په دې ډول د زړه ناروغیو ګواښ کموي. همدا ډول د توت کورنۍ نورې میوې هم په خپل ترکیب دا ماده لري چې د زړه او د رګونو سیستمونو په تنظیم کې مهم رول لري.
رومیان دپوټاشیم ښه زیرمه ده همدارنګه په خپل ترکیب کې یوه اندازه ویټامین A او C لري. روميان د لایکوپین په نامه انټي اکسیډنټ لري او دغه مواد د LDL کولیسټرول کچې کمولو کې مهم رول لري.
څیړنو ثابته کړې چې د ورځې یوه مڼه کولی شي په حقیقت کې تاسي د زړه له ناروغۍ لرې وساتي. د مڼو په پوستکې کې د فینولیک په نامه ماده موجوده ده او دغه ماده کولی شې د کولیسټرول کچه کمه کړي.همدا ډول مڼه په خپل ترکیب کې هغه مواد لري چې د وینې مناسب جریان ته وده ورکوي.
حبوبات او غله جات په خپل ترکیب کې وعدنې مواد، پروټین، ګیاهی فیبرونه، د بی کورني ویټامینونه او بیلا بیل نور مواد لري. دغه ټول ترکیبات کولی شې په رګونو کې د وینې او غوړو یوځاې کیدو چې د پلاک په نامه یادیږي مخنیوی کوي او همدارنګه د بدن سره د مغذي موادو په جذب کې مرسته کوي.
خپل رژیم کې د پالکو او شنه پاڼه لرونکو ترکاریو زیاتول کولی شي ستاسو بدن کې د نایتریک اکسایډ محصول زیات کړي او په دې ډول د کولیسټرول د کموالې لامل کیږي. دغه ترکاری د وینې رګونه پراخوي او د هغه بندښت مخنیوی کوی چې د غوړو له امله رامنځته کیږي.
دغه صحی غوړ په خپل ترکیب کې ګیاهی مواد لري چې د اشباع شوو غوړو د جذب مخنیوی کوی او په دې ډول د غوړو په کموالې کې رول لري.
د یوې څیړنې په بنسټ بانجان د هغه سټرس کمولو سبب کیږی چې د التهاب او په رګونو کې د پلاکونو یا د غوړو او په وینه کې د نورو موادو یوځاې کیدو سبب کیږي. او دغه سټرس په دې ډول د وینې کولیسټرول زیاتوي.
همدارنګه ځینې نور خواړه هم شته چې د وینې غوړ کموي لکه: انګور، مغزداره وچې میوې، ماهی، زیتون او داسې نور.