< وروستۍ لیکنې

عادتونه چې ستاسي د پرمختګ مخه نیسي

2023-04-29

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

پرمختګ په لنډ وخت کې نه را برسیره کیږي. د نړۍ ټول پرمختللي خلک د ځان لپاره څه داسې غوراۍ لري چې په کاروولو سره يې هر کار کې مخکښتیا ترلاسه کړې او خوندوره ګټه ترې اخلي. لاندې ۷ داسې عادتونه دي چې انسانان پرې روږدي شوي او همدا لامل دی چې د انسانانو د پرمختګ مخه يې ډب کړې.

  • بې پلان شوی سهار پيلول: ډیری خلک د ورځې پیل په وار خطا او نا ببره سهار پیلوي. دوي پيل شوې ورځې په تړاؤ نه کومه برنامه لري، نه کوم پلان او نه ورته کومه آماده ګي. بس چې هر وخت راپورته شي او هر کار ورته مخې ته راغی، په همغې ځان مشغولوي. د پرمختګ هیله من انسانان باید خپل سهار مخکې د دې چې پیل شي، باید ورته برنامه ولري. د ښه سهار پيل، سهار وخته پاڅیدل، په خالي خيټه اوبه څښکل اودس او لمونځ کول، ۳۰ دقیقې فزیکي تمرین کول او بیا ور پسې خپلې ټولې پلان شوې چارې پرمخ وړل دي.
  • له خپلې توانمندۍ نا خبرتیا: ډیری وخت انسان د نا خبره ازمیښت سره مخ کیږي، دغه ډول ازمیښتونو په وړاندې تسلیمي او ورته پاتې راتګ هغه څه دي چې وروسته پاتې خلک تل ورسره مخ وي. خدای تعالی هر انسان ته د صبر، فکر او حوصلې په ډول داسې توانمندي وربښلې چې د ازميښت په مهال ترې باید ګټه واخیستل شي. که چیرې انسان د کومې ستونځې سره مخ کیږي یا ورته کوم ازمیښت مخې ته راځي؛ نو باید په ډير صبر، حوصلې او فکر سره ورته ودریږي او له ازمیښت نه د وتلو په پار استقامت نه کار واخلي. دا هغه څه دي چې پرمختللي انسانان يې خپلوي او وروسته پاتې انسانان ترې بیخي نا خبره دي.
  • لومړیتوبه نه ټاکل: هر انسان مخې ته ډیر کارونه پراته وي چې باید ترسره شي، د کارونو دې امبار ډیری خلک وار خطا کړي او په ترسره کولو کې ورته لويه ننګونې پرتې وې. همدا ده چې هم ترې وخت تیر وي، هم کارونه نیمګړي. د نړۍ پرمختللي انسانان خپل ټول کارونه د لومړیتوب په قطار کې اچوي، کارونو ترسره کولو لپاره ځانګړی وخت ټاکي او ورپسې يې په وار وار، لومړیتوبونو ته په کتو وړاندې وړي.
  • د کارونو په اړه ناسم انګیرل: ډیری وخت داسې انګیرل کیږي چې انسان چې هرڅه کوي، سم کوي. ولې داسې نه ده، په ډیری کارونو کې باید کارونه د ټیم په مشوره او د هغوي نظر په اخیستلو ترسره شي. ډیری وار انسان د خپل ټیم کسانو ته په سپارل شوو کارونو کې بې ځایه لاس وهنې کوي چې د سمون په ځای ترې ورانۍ رامینځته کیږي همدا ده چې دا ډول کسان د پرمختګ مخه نشي لیدی. د دې لپاره چې د پرمختګ پر لاره لاړ شو، باید په هر کار کې د کاري ملګري نظر واخلو، مشوره يې ومنو او په ټولو کارونو کې واک کې شریک ومنو.
  • په جنجالي کار کې پاتې کیدل: ډیری وخت انسان په یو جنجالي یا داسې کار چې حل يې نا مالوم وي، نښتی پاتې کیږي. هغه په ځای د دې چې د نا حل کار لپاره لار ولټوي، خپل ټول وخت په معمول تیروي او همدا ده چې له پرمختګه پاتې کیږي. د دې په ځای باید هر جنجالي او یا داسې کار چې د حل څرک يې نه لیدل کیږي، باید له سره و ارزوول شي او که د حل لاره نه لري نو باید مخکې وړلو نه ترې ډډه وشي.
  • خپل ځان پوره ګڼل: د وروسته پاتو خلکو لویه ننګونه دا ده چې دوي هر وخت ځان پوره او رسیدلی ګڼي. همدا لامل دی چې دغه کسان د کارونو په اړه نه فکر کوي، نه ورته تابیا لري او نه ورته په کوم ارزښت اماده وي. له بلې خوا پرمختللي خلک تل خپلې کړنې د نورو له اړخه ارزوي، که چیرې کومه نیمګړتیا ولري، تل ورته د حل لارې لټوي او پرمختګ لپاره ځان آماده کوي.
  • نا منندويي: داسې انسانان هم شته چې چارې يې ښې پرمخ ځي، کارونه يې پرمخ روان وي، کارکوونکي او همکاران يې لاسته راوړنې لري خو ولې په جواب کې ترې نه دا چې مننه نه کیږي بلکې تل د هڅوونې پاتې کیږي. همدا لامل کیږي چې په کارونو کې سستي رامینځته کیږي. که غواړئ چې د پرمختګ په لورې ګام واخلئ، د خپلو کارونو او لاسته راوړنو مننه وکړئ، تر څنګ يې د خپلو ټولو کارونو منندوي ووسئ.
  • زړه نا زړه کیدل: د کارونو ښه پرمخته وړلو لپاره باید انسان فکري آماده وي. ډیری انسانان شته چې کارونه يې یا د نورو په لارښوونه، د نورو په امر پیل کړي وي خو تر دې دمه يې پرې خپل زړه اوبه نه وي څښکلي. د انسان دغه نا زړه والی د دې لامل کیږي چې کارونه په هاغه شوق او زیار نه ترسره کیږي چې باید د پرمختګ په پوړیو ور وخيژي. انسان له پکار دي چې مخکې د کار پیلولو، خپله پرې فکر وکړي، خپله ورته فکري پلوه آماده شي، له زړه نه پرې پیل وکړي او هر څومره چې زیار او زحمت اړتیا ورته لیدل کیږي، په ريښتیوني زړه دې ترسره کړي. ټول پرمختللي خلک کارونه له زړه پیلوي، په خورا مینه او خوښۍ يې پرمخ وړي، همدا ده چې په ټولو کارونو کې پرمختګ لاسته راوړي.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS