< وروستۍ لیکنې

ځنګلونه ولې اور اخلي

2023-05-07

Pohantoon by

single-post-image

لیکنه: صلاح الدین کبیر

په ځنګلونه اور لګیدنه که څه هم په نړۍ کې نوې پيښه نه ده؛ خو د افغانستان لپاره دا بیخي تازه را برسیره شوې پدیده ده. دا نیږدې موده کې د افغانستان په څو ځنګلونو اورونه بل ول، نه يې لامل مالوم شو، نه ملامت، نه سلامت.

د افغانستان په ځنګلونو به پخوا هم اور لګیدلی وي؛ خو دا چې هاغه مهال ټولنیزې رسنۍ نه وې، هیواد وال هومره نه خبریدل او یا د اور لګیدنې کچه دومره نه وه، همدا ده چې بل شوي او هیر شوي.

تازه را ټوکیدلې پیښې هغه څه دي چې هیواد والو تر مینځ يې اندیښنې را ولاړې کړي او بحث دی چې د افغانستان په ځنګلونو دا ناورین له کومې او ولې راغلی.

دې لیکنه کې هڅه شوې تاسي ته په ځنګلونو د اور لګیدنې لاملونو په اړه مالومات تر تاسي ورسي.

پر ځنګلونو بل شوي اورونه نا کنټروله، چټک خپریدونکي، اوږدې لمبې لري چې دغه ټوله برخه کې ورسره ځايي باد مل وي. دا چې ځنګلونه عموما په غرونو، لوړو ژغورو کې را شنه وي چې د ځمکې برخه کې ډول ډول ګیاوې، واښه او ښه لمبه اخیستونکې کبلې پرتې وې؛ نو دا ده چې په ځنګل کې بل شوي اور ته له هر اړخه د پراخیدا ښه چانس برابر وي. همدا ده چې یو وار په ځنګل بل شوی اور تر ډیره غزیږي او تاوانونه يې تر ډیرو رسي.

د ځنګلونو اور دومره پیاوړی وي چې د تودوخې کچه تر ۱۱۰۰ سانټي ګراډه پورته کوي او همدا ده چې شنې ونې او د ونو لمدې ډډې په خورا چټکتیا په اور کې را نغاړي او د سوند برخه يې ګرځوي. د ځنګلونو د اور لمبې تر ۵۰ مټرۍ اوږدې او د خپریدا چټکتیا يې د انساني منډې وهنې په دوه برابره وي، مانا دا چې انساني منډې ترړلې يې نشي خوندي کولی.

د ځنګل پوهانو له آنده، ځنګل کې د اور لګيدنې لپاره آکسیجن، تودوخه او د سوند توکي پکاریږي. ځنګل پوهان دې ته د اور لګیدنې مثلث وايي، دا چې ځنګل یو نا کنټروله ساحه ده او دا مثلث په ځنګل کې په آسانۍ موندلی کیږي نو همدا ده چې په ځنګل کې د اور لګیدنې لپاره ښه فرصت برابر وي.

دا چې یاد مثلث ته اور لګیدنه له کومې راځې، لاندې يې لاملونه وړاندي کیږي:

د موندنو له مخې، په امریکا کې هر کال پر ځنګلونو د اور لګیدنو شمیر ۷۰۰ ته رسي چې کابو ۳،۵ میلونه جریبه ځمکه/ځنګل له مینځه وړي.

انساني ښکیلتیا: د څیړنو له مخې په ځنګلونو کې د اور لګیدنې ۹۰ سلنه لامل انسانان دي. دا چې انسانان په ناپامۍ کې د دې لامل ګرځي او که په لوي لاس پکې برخه اخلي، دا هم د پوښتنې او بحث وړ ده. خو ویل کیږي د انساني ښکیلتیا ډیره برخه په ځنګل کې د ساعت تیریو او میله بازیو له امله د ځان لپاره د بل کړي اور پاتې شوونو، د سګریټ بلوونو او یا د برښنا په شتون کې د برښنايي شارټ له امله ځنګل ته اور ور رسي او ترې ځنګل اور اخلي. خو د دې ترڅنګ تریخ حقیقت دا دی چې د ځنګلونو د پرې کولو پراخ غبرګون وروسته، ځنګلي مافیا بوشکې بوشکې پټرول ځان سره  ځنګلونو ته وړي او په لوی لاس ځنګلونو ته اور اچوي. ځنګلونو ته لاس اور لګوونه، په غریبو هیوادونو او هغه چې قانوني حاکمیت کم ولري، ډير په سترګو کیږي. د لاسي اور لګیدونو ډیرې بیلګې په ایران او پاکستان کې ډیرې تکراریږي.

د طبیعیت ښکیلتیا: پر ځنګلونو د اور لګیدنه کې د طبیعیت ښکیلتیا یواځې ۱۰ سلنه ده. که څه هم د طبیعیت دا ښکیلتیا په بیلا بیلو سیمو کې جلا جلا اړخونه لري خو بیا هم په عموم کې يې ډولونه په لاندې ډول دي.

برښنايي تندر لویدنه هغه څه دي چې تر ډیره پرې کم باور کیږي چې ځنګل به ترې اور اخلي؛ خو څیړنو ښودلې چې د برښنايي تندره نه را لویدونکې سپرغۍ په ځنګلونو کې د اور اخیستنې لامل ګرځیدلي.

کله کله په ځنګلونو کې د غرونو ترمینځ توده مایع چې د آتش فشا په ډول په خورا چټکتیا ځمکې سرته راوځي او په غرونو را خپریږي، د تودوخې زیات والي له امله تر ځنګل اور اخلي.

په ځنګلونو کې د اور لګیدنې طبیعې لامل، پخپله د ځنګل ناچار والی دی. دا چې اوس مهال ځنګلونه د انساني لاس وهنو له امله خپل طبیعي حالت له لاسه ورکړی، ژوندي تنوع يې د ګواښ سره مخ ده، شین والی او د ژوندیو انډول يې تر ټیټې کچې را ټیټ شوی. دا هغه څه دي چې په ځنګل کې د اور لګیدنې مثلث يې پیاوړی کړی او د اور لګیدنې کوچنۍ بهانه هم کولی شي، ټول ځنګل په اور کې را نغاړي. مانا دا برخه هم په انساني لامل کې راتلی شي.

بل طبیعي لامل يې اقلیمي بدلون دی. مانا دا چې په نړۍ کې د انسانانو شمیر ډیرښت له امله، انسانانو د محصولاتو د پیدايښت لپاره ډول ډول صنعتونه روان کړي، د تګ را تګ لپاره ټرانسپورټونه او د اوسیدا لپاره لويې لويې ودانې جوړې کړي. دا ټول هغه څه دي چې له امله يې په هوا کې د تودوخې د زیات والي لامل غازونه را منسجم او برسیره شوي. د تودوخې د زیات والي لامل غازونه دي چې ځمکې ته راغلې د لمر وړانګې نه پریږدي چې بیرته خلا ته ولاړې شي، همدا ده چې د ځمکې چاپیره د تودوخې عمومي کچه مخ په ډيریدا ده. د تودوخې دا ډیرښت د ځنګلونو د لګیدنې مثلث سره مرسته کوي چې په ځنګل کې را پیدا شوي د اور لګیدنې فرصت نه په چټکتیا او لویه کچه ګټه واخلي او ودان ځنګلونه د اور لګیدنې له امله په اور کې را ونغاړي.

پر ځنګلونو بل شوی اور له مینځه وړل آسانه خبره نه ده. دا ستونځه د امریکا په څير پرمختللي هیواد لپاره هم جنجال ګرځیدلې. امریکا د اور په کال کې یواځې د ځنګلونو اور مړه کولو لپاره ۵ میلیارده امریکايي ډالر بودیجه ځانګړې کړې چې د افغانستان په څير د یو غریب هیواد ټولې بودیجې نه هم زیاته ده. امریکا په همدې ځانګړې کړای شوې بودیجه، پر ځنګل بل شوی اور له هوا له لارې د اوبو په پاشلو او یو ډول پارو په غورځولو اور را خوندي کوي.

د افغانستان ځنګلونه چې د غرونو په څوکو، په سړو سیمو کې آباد دي، ښه فرصت دا دی چې د افغانستان ځنګلونه د ځنګل د اور لګیدنې مثلث چې تودوخه، آکیسجن او سوند توکو څه جوړ دی، ژر نشي برابرولی، هغه په دا مانا چې د افغانستان ځنګلونه په سړو سیمو کې دي، د ځنګلونو تل ډیرې کمې ګیاوې او واښه لري. د افغانستان ځنګلونو ته یواځینی ستر ګواښ د ځنګلي مافیاوو څخه ژغورل دي.

دا چې په افغانستان کې د ځنګلونو کچه د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله ډیره کمه ده. د چاپيریالي قانون له مخې، د یو هیواد ۲۵ سلنه ځمکه باید په ځنګلونو پوښلې وي، افغانستان يې له بده مرغه یواځې ۲ سلنه ځنګل لري. دې ۲ سلنه ځنګل په وړاندې هم د ځنګل وهنې مافیا له کلونو فعاله ده، شنې شنې ونې، پرته د مسلکې اصولو را غورځول کیږي او یواځې د لرګیو په پلور د چاپيریالي ژوند تعدل له مینځه ځي.

اوس مهال هم که د ځنګل وهونکیو په وړاندې غږ پورته نشي، د افغانستان په ځنګلونو به د اور لګیدنې دا لړۍ روانه وي، ځنګلي مافیاوو چې مخکې په شمار، په ډيره خوندي ډول اونې را پرځوولې، نور به د څو لیټره پټرولو په وسیله ټول ځنګل ته اور اچوي، نیالګی، بوټی او همداسې دنګې ولاړې ونې به په یو وار له مینځه وړي چې نه بیا شین والی پاتې کیږي، نه ځنګلونه.

د دې لیکنې له لارې ټولو هیواد والو نه هیله کیږي چې د ځنګلونو اړوند پوهاوی تر کورونو ورسوئ، مشران، کشران ټول په دې پوه کړئ چې د ځنګلونو ساتنه د ژوند او د افغانستان ساتنه ده، د ځنګلونو له مینځه وړل، ژوند له مینځه وړل دي او په لوي لاس ژوند له لاس ورکول، ځان وژنه ده چې خدای پاک په ټولو انسانانو حرامه ګرځولې، نه به د دین شو، نه دنیا.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS