< وروستۍ لیکنې

وچکالي، لاملونه او په ژوند يې ناوړه اغیزې

2023-05-06

Pohantoon by

single-post-image

لیکنه: زاهد کبیر

د امریکا د هوا پيژندنې اداره راپور ورکوي چې د تاریخ په اوږدو کې د ځمکې په سر په منځني ډول، ۱۰ کلونه ډیر تاوده تیر شوي، د یاد ۱۰ کلونو څخه يې ۷ يې د ۲۰۰۵ میلادي څخه تر ۲۰۱۴ میلادي پورې کلونه دي.

د تودوخې دا ټولیز زیاتوالی د نړیوالې تودوخې (Global Warming) په نوم یادیږي چې په چاپیریال کې د انساني لاس وهنو له امله رامینځته کیږي. د تودوخې زیاتوالی ډیرې تاواني پایلې لري چې یو له هغو یې وچکالي ده. دا لیکنه به د و چکالۍ لاملونه، اغیزې يې او  په وړاندې يې د حل لارو په اړه کښل شوې.

وچکالي څه ته وائي؟

د متحده ایالاتو جیولوژیکي سروې د تعریف په بنسټ، وچکالي په یوې سیمه کې د اوبو د زیرمو او موسمی ورښتو د اوږدمهاله کمښت او د له مینځه تلونکي حالت ته ویل کیږي.

په ټوليزه توګه، دا حالت هغه وخت پېښېږي، چی کله د يوې سيمې د اوبو اتموسفیري تبخیرونه په پرله پسې توګه تر منځنۍ کچې هم ټیټ شي.

 په يوه سيمه کې د وچکالۍ د پېښېدو وروسته د اړوندې سيمې چاپېريال او کرنه سخت اغېز ویني. که څه هم وچکالي تر ډېرو کلونو پورې غځېدلی شي او آن يو لنډمهاله او سخته وچکالي پر يوې سيمې څرګنده بدې اغېزې پرېښودلی شي.

وچکالي د نړۍ په کچه د نورو طبیعي پیښو په پرتله ډیر خلک اغیزمنوي.

د وچکالۍ لاملونه:

د وچکالی ډیر لاملونه کیدلی شي؛ خو لاندې څلور يې لوي او روښانه دي چې دلته شریکیږي.

۱ – طبیعی لاملونه:

ځینې وچکالۍ په طبیعي ډول رامنځته کیږي چې د تاریخ په اوږدو کې یې انسانان ځپلي دي. په دې وروستیو کې طبیعي وچکالۍ ډیریپیښې ترسره شوي. دا پیښې د هوا د دایروي ګردش د ګډو وډۍ له امله رامنځته کیږي. که څه هم دا ډول طبیعي ګڼل کیږي؛ خو دا چې د ځمکې په سر انساني کړنې دومره ډیرې شوې، طبیعت تر دې بریده لاس وهونکی شوی چې اندیښنه ښودل کیږي چې د هوا د ګردشي حرکتونو دا ګډ وډي هم د انساني کړنو له امله را مخته کیږي. په هر ډول، دا ډول تر اوسه طبیعي ګڼل کیږي.

۲ – د ځنکلونو وهل:

ځنګلونه د باراني اوبو د بهیدا خنډ ګرځي او مخکې د دې چې د ځايي سیمې نه وبهیږي، اوبه په ځنګلونو کې د ویالو، ډنډونو او یا د شنو ځمکو له امله را ایساریږي. دغه ایسارې شوې اوبه یا د ځايي ژونديو په کار راځي، که نه د ځمکې لاندې جذبیږي چې د ځايي سیمو د ځمکې لاندې اوبو ذخیرې زیاتوي. همدا ډول له سیلابه را ګرځوول شوې اوبه په هماغه سیمه کې د تبخیر له لارې وریځو ته ور ګرځي او همداسې د نورو ورښتو لپاره غازي اوبه ور رسوي.

دا چې انساني غوښتنې له پخوا زیاتې شوي، همدا ده چې طبیعي ډول ولاړ ځنګلونه وهل کیږي او ځنګلي ځمکې په زراعتي او همداسې په ښاري ځمکو اوړي. په دا ډول، د وچکالۍ لوي مصنوعي لامل چې ځنګلونه وهل دي، همدا انسانان دي چې په لوي لاس د ګواښونو پام ځانته را اړوي.

۳- اقلیمي بدلون:

اقلیمي بدلون چې په اصل کې په هوا کې د تودوخې زیات والي له امله رامینځته کیږي، دا هغه څه دي چې د ځمکې د سر اوبو د تبخیر چارې ګړندې کوي، چې له امله يې د ځمکې د سر اوبه کمیږي، همدا ده چې خاوره او بوټي وچوي. د اقلیمي بدلون په اتموسفیر کې د اوبو د تيښتیدا چارې (مایع حالت نه غاز ته اوښتل) لوړوي او د اوبو شتون را کموي. دا کولی شي چی په ځینو سیمو کې د ډیر شدید باران او طوفانو لامل، ورته حال کې نورې سیمې د سختې وچکالۍ سره مخ کړي. اقلیمي بدلون د اوبو د شتون وخت هم بدلوي، مانا دا چې کله باید په یوه سیمه کې اوبه وای، هغه وخت به وچکالي وي او کله چې د اوبو اړتیا نه وي، هغه مهال به سیلابونه او توپانونه وي.

۴ - د زیاتو اوبو اړتیا

په ځمکه د انسانانو او دانساني ژوند دکړو وړو ډیرښت هغه څه دي چې د اوبو اړتیا ډیره شوې. سل کاله پخوا چې نړۍ کې یواځې ۷۵۰ میلونه وګړي ول، اوس مهال کابو ۸ میلیارده ته رسیدلې. دا چې په ځمکه د اوبو کچه هاغه هومره ده، نه زیاته شوې او نه کمه شوې ولې د انسانو ډيرښت هغه څه دي چې د اوبو لګښت يې سلګونه وار ډیر کړی. د اوبو دا ډیر لګښت و چکالي رامنځته کړې. د انسانانو غوښتنې پوره کولو لپاره، ډول ډول کارخانې جوړې شوي، د خوړو ترلاسه کولو لپاره کښت ډیر شوی او همدا ډول د ځان، موټرونو او کورونو پاکولو لپاره د اوبو کاروول بیخي ډیر شوي. د اوبو دا ټول لګښت د وچکالۍ لامل ګرځیدلي.

د وچکالۍ ناوړه اغیزې:

۱ - لوږه:

طبیعي اورښت یا په مصنوعي ډول د اوبو لګولو سره خوراکي محصولاتو لاسته راځي. دا چې اوس مهال د خوراکي محصولاتو ډیره اړتیا ده؛ نو همدا ده چې باید فصلونو ته په پوره کچه اوبه ورسوول شي؛ خو دا چې د ځمکې په سر وچکالي وي، همدا ده چې فصلونو ته پوره اوبه نه رسوول کیږي او خوراکي اړتیاوې هومره اندازه نه پوره کیږي. د دې پایله په ټولیز ډول لوږه او قحطي را مینځته کوي. په انساني تاریخ کې دا پیښې پخوا ډیرې تکرار شوی، نیږدې پیښه د افریقا په ایتوپیا هیواد کې، په کال ۱۹۷۴ میلادي کې د وچکالۍ له امله د کرنیزو محصولاتو کمښت رامنځته شو چې له امله يې ډیری انسانانو ژوند له لاسه ورکړ.

۲ - د څښاک اوبه کمیدل:

د ځمکې په سر د څښاک اوبه له پیل نه کمې دي، مانا دا چې که د نړۍ ټولې اوبه د یو جګ هومره وګڼو؛ نو د پاکو اوبو اندازه يې یواځې د یوې کوچنۍ کاشوغې اوبو هومره ده. دا چې وچکالۍ ډیریږي، لوی زیان يې د څښاک اوبو ته رسي، دا ځکه چې انسانان اړ کیږي چې څارویو او کرنیزو ځمکو ته هم هماغه د څښاک اوبه د ځمکې لاندې راو باسي. دا چې پاکې اوبه د ځمکې په سر په چینو، کارزیونو او څاګانو کې وي، همدا اوبه د انسانانو په ځای څارویو او کرنیزو ځمکو ته هم ورکول کیږي.  دې سره د څښاک اوبه راکمې چې انسانانو ته د مرګ په بیه تمامیږي.

تازه څيړنې ښيي چې تر ۲۰۴۰ میلادي پورې به د نړۍ ډير هیوادونه د څښاک د اوبو کمښت ښکار شي چې له امله به يې انساني ناورین رامینځته شي. له بده مرغه د هغه هیوادونو لیست کې افغانستان هم شمارل شوی.

د پاکو اوبو د نشتوالی له امله انسان د  ژوند ګواښونکي ناروغیو سره مخ کیږي. د روغتیا نړیوال سازمان  د څیړنو پر بنسټ هر کال  ۸۲۹ زره خلک د پاکو اوبو ته د نه لاس رسي له امله مړه کیږي.

۳ – کډوالي:

د زیاتی وچکالی له امله ټول ژوندي له یو ځای نه بل ځای ته کډوالي ته اړ کیږي. دا چې ټول ژوندي (انسانان، څاروي، بوټي، حشرات او داسې نور) له کلونو په خپلو سیمو کې ژوند کوي او چاپیریالي نا برابرښت له امله کډوالۍ ته اړ کیږي، دا هیڅکله ښه حالت نه دی. دا ځکه چې اصلي ټاټوبي کې د هر ساه لرونکي جنیټیکي ځانګړتیاوې اغګل شوي وي، بل داسې ځای چې هلته يې جینیټیکي ځانګړنې اړخ نشي لګولی، په ډیره ستونځه هلته خپل ژوند ته ادامه ورکوي. ورته حال کې وچکالي د ځمکو او ځنګلونو شین والی وچ او طبیعي اور لګیدنې را ټوکوي. په ځنګلونو کې اور لګیدنه د ډول ډول څارویو د کډوالۍ او له مینځه تګ لوي لامل ګڼل کیږي.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS