< وروستۍ لیکنې

اقلیمي بدلون سره د مبارزې لارې چارې

2023-05-06

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

اقلیمي بدلون چې په هوا کې د تودوخې زیات والي غازونو له امله رامنځته کیږي. د تودوخې زیات والي لامل غازونه د صنعتونو، ټرانسپورټي ماشینونو، ښاري ګڼې ګوڼې او د ځنګلونو وهلو له امله را پیدا او په هوا کې یو پرده جوړه وي. د غازونو دا پرده د لمر وړانګې ځمکې ته را پریږدي؛ خو بیرته يې هوا ته د لیږد څخه منعې یا يې تګ ټکنی کوي. همدا ده چې د هوا د تودوخې زیات والي لامل کیږي چې په پایله کې اقلیم بدلون مومي. د اقلیمي بدلون نه مانا دا چې په یوه سیمه کې د ورښتو، لمریزو ورځو، بادونو او همدا ډول په هوا کې د لوند والي کچه بدلون چې له امله يې ځايي ژوند او ټول ژوندي ژوي ګواښیږي او تر مړینې رسي.

که چیری موږ د تودوخې د زیات والي لامل دغه غازونو د پیدایښت کچې کمولو لپاره لاس په کار نه شو او سم د واره عمل ونه کړو، نو موږ به ونشو کړای چې د اقلیم د بدلون له بدو پایلو څخه مخنیوی وکړو.

د لومړني صنعتي دورې په پرتله نړۍ اوس هم چې د تودوخې کچه یی  تر ۱.۲ سانتی ګراد ده، ډیره ګرمه ده او د وخت تیریدولو سره د تودوخې هره کچه شمیرل کیږي.  څيړنو دا ښودلې چې د نړیوالې تودوخې کچې درجه که چیری د ۲ سانټی ګراډ څخه لوړه شي نو کیدای شي انسانان د سخت وچکالیو، سیلابونو، د ځنګلونو اور لیږیدنو او همدا ډول د ولږې سره مخ شي.

څرنګه چې روان میلادي کال کې، د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي کنفرانس (COP26) کې د ملګرو ملتونو سرمنشي خپله وینا کې وویل " زموږ نازکه نړي د تار په وسیله ځړول شوې،موږ اوس د اقلیم د ناورین دروازه ټکوو"

دا لید کیدای شي د خپګان وړ وي خو ښه خبر دا ده چې ډير څه شتون لري چې  موږ کولی شو په ځاني ډول دا کیسه بدله کړو.

 لاندې 10 لارې چاری دي چې تاسو کولی شئ د اقلیم د بدلون مخه ونیسئ او خپل مسؤلیت ترسره کړئ:

لومړی: خپل  نیږدې ملګري، کورنۍ غړي او شریک کارکوونکي ددې لپاره وهڅوئ چې د کاربن غازونو ککړتیا کمه کړي. د اقلیم د بدلون ځایي یا نړیوال غورځنګونو کې ګډون وکړئ تر څو زیات شمیر خلک دې ته وهڅول شي چې هغوي هم لاس په کار شي، او هغه ځایی یا نړیوال مشران وننګوي چې د اقلیم په  اړه زغرده عمل وکړي. که چیرئ د نړئ یو ملییارد خلک د اقلیم بدولون په وړاندې لاس په کار شي؛ نو کولی شي چی د نړۍ کاربن ګاز وتل تر ۲۰ سلنه پورې راټيټ کړي. د اقلیم د بدلون او پایښت په اړه د ملګرو ملتونو د (ایکټ ناو) #ActNow لپاره لاسلیکونه وکړئ او په دې اړین نړیوال بحث کې خپل غږ ور زیات کړئ

دویم: د کاربن غاز د ککړتیا یا د اخراج کمولو لپاره او د هڅو ملاتړ لپاره ځايي سیاستوال او سوداګر لابي کړئ. یوه چاپيریالي ستونزه راپورته کړئ چې تاسو یي په اړه فکر کوي. د بدلون لپاره څو ځانګړې غوښتنې په بنسټ پریکړه وکړئ او بیا وروسته پرې د ځايي مشرانو سره غونډه ونیسئ. امکان لري چې تاسو ته به دا یو کار ډارونکې کار ښکاري خو ستاسو غږ به د اوریدلو وړ وي. که بشریت د اقلیم تریېنګلي حالت سره مبارزه کې بریالی شي، د سیاستوالو باید د حل برخه پکې وي. دا زموږ ټولو پورې اړه لري چې سیاسي فشار ولرو.

دریم: ټرانسپورټ د تودوخې د زیات والي لامل ټولو غازونو د اخراج کابو څلورمه برخه جوړوي او په ټوله نړۍ کې ډیری حکومتونه د سفر د کمولو لپاره پالیسي پلی کوي. تاسو خپل موټر په کور کې پریږدئ او تر امکان تر بریده پلی مزل وکړئ یا بایسکل وځغلوئ. که واټن ډیره اوږده وي، عامه ترانسپورت غوره کړئ.

څلورم: د خپل ځواک په کارولو کې تکیه وکړئ، که تاسې غواړی په هوا کې د کاربن کچه صفر کړئ او یا نوی کیدونکې انرژی څخه ګټه پورته کړئ نو د خپلو کورونو بامونو باندی د لمریزې برښنا تولید ښیښې  ولګوئ. که امکان ولري په ژمي کې د برښنايي بخاری یوه یا دوه درجې کمې وساتئ. بی ځایه روښانه څراغونه بند کړئ. هغه څراغونه وکاروی چې کم لګښت لري، دې سره به ستاسو د پيسو لګښت راکم شي. د کورونو بامونه مو انسولیټ کړئ چې په ژمې کې ګرم او اوړي کې یخ وي. لدی سره به ستاسو یو څه پیسې خوندي شي.

پنځم: د بوټو یا نباتاتو څخه لاسته راوړل شوي خواړه وکاروئ. له دې سره به ستاسي بدن له تاسو مننه وکړي. په اوسني وخت کې د نړئ ۶۰ سلنه ځمکه د څارویو څر ځایونو لپاره کارول کیږي. د روغو خواړو پرتله په ډيری هیوادونو کې خلک څارویو څخه لاسته راوړل شوي خواړه کاروي. د نباتاتو بډایه خواړه کولی شي د زړه ناروغۍ، شکرې، او سرطان ناروغۍ ګواښونه راکم کړي.

شپږم: ځايی او موسمي خواړه وکاروئ، په دې سره تاسو کولی شی چې په خپل چاپير کې د وړو سوداګریو او فارمونو سره مرسته وکړئ. د خوړو توکي په سړو خونو کې وساتئ، دی سره به ټرانسپورټ ونه کارول شي او ورسره د تیلو سونګ ګاز  له زیرمو کم را وباسل شي. تاسې باید هڅه وکړئ په خپل باغ کې میوې، سبزیانې او نور بوټو ته وده ورکړئ. په خپل ګاونډ کې د ټولنې باغ تنظیم کړئ ترڅو نور پکې ښکیل شي.

اووم: د ملګری ملتونو د چاپيریال پروګرام د ۲۰۲۱ راپور له مخې، هر کال د نړۍ یو ملیارد ټنه خواړه ناکاره کیږي. چې د نړۍ شنو خونو ګازونو، کابو ۸ څخه تر ۱۰ سلنه برخه جوړوي. خواړه له ضایع کیدو وساتئ او څومره خوړو ته مو چې اړتیا وي، هومره وپيرئ. د خوراکي توکو هرې برخې څخه ګټه پورته کړئ.  خواړه یو وار دمخه اندازه، بیا يي پاخه کړئ. د بیلګې په توګه که چیرې تاسو کور کې وریژې یا لوبیا پخوئ؛ نو باید د اندازې له مخې پاخه شي. که چیری تاسو څخه خواړه زیاتیږي؛ نو بل وخت لپاره يې وساتئ، که نه ګاونډيو سره یي شریک کړئ.  د پاتې شوو خواړو څخه کمپوسټ یا عضوي سرې (پارو) جوړه کړئ. او خپل کور انګړ کې یی ونو او بوټو ته ورکړئ، له دې سره د چاپيریال بدې اغیزی راکمیږي.

اتم: په نړیواله کچه د ښکلا/فیشن صنعت د اته څخه تر لس سلنه پورې کاربن ګاز هوا ته اخراجوي، چې د ټولو نړیوالو الوتنو او بار وړلو ګډ لګښت څخه ډیر دی. د چټک فیشن له امله زړی جامې له مینځه وړل کیږي او نوې جامې ډير ژر بازار ته راوځي چې هوا کې کاربن ګاز اخراجوي. جامې باید د اوږده وخت لپاره وکارول شي. نوی جامې باید په لنډه موده کې ونه پيرل شي او د اړتیا په وخت کې تاسو خپلی جامې هم جوړولی شئ.

نهم: د نړئ ۱۲ ملیارده هکټاره ځنګلونه هر کال له مینځه ځي. د شنو خونو ۲۵ سلنه ګازونه د ځنګلونو د وهنې، کرنې او ځمکې کارولو سره اخراج کیږي. په ډله ایزه یا ځاني ډول باید ونې وکرئ، تر څو د شنو خونو ګازونو دا کچه راکمه شي. او د ونو کرولو لپاره کمپاین وکړئ. خلک دې لپاره وهڅوئ تر څو داسې کمپاینونو مالي ملاتړ وکړئ.

لسم: د خپلو سپما حسابونو او پانګوونې له لارې د مالي موسسو په غوره کولو سره بدلون راولئ او د کاربن ککړونکي صنعتونو کې پانګونه مه کړئ. دا بازار ته یو ښکاره سیګنال دی. له دې نورې مالي ادارې هم داسې پانګونو ته هڅول کیږي تر څو داسې صنعت کې پانګونه ونکړي چې د کاربن ککړونکي ګاز تولیدوي.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS