امریکا د لاټرۍ له لارې ۵۵۰۰۰ ویزې ورکوي
06 Oct, 2023
Pohantoon by
2023-09-07
Pohantoon by
راپور: پوهنتون ویب پاڼه
د غرني ګروپ شرکتونو مشر او افغان پانګه وال احمدیارغرنی وايي، افغانستان کې د کاروبار زیاتېدو لپاره هغو افغانانو سره د هوکړې له مخې پانګونه کوي چې د کار طرحې او نوښتونه لري.
د غرني ګروپ شرکتونو مشر احمدیار غرنی کابل کې زموږ همکار سره غږیدلی او ویلي يې دې چې:
«د افغانانو د هڅونې په موخه او هېواد کې د کاروبار زیاتېدو لپاره غواړم، په کور د ننه او بهر افغانانو ته د وړو او متوسطو کاروبارونو لپاره له پلان سره سمه پانګه ورکړم؛ هغو ته چې ګران هېواد د بیارغونې او ابادۍ رښتینی فکر لري خو مالي او مادي ستونزې یې نه پرېږدي چې دوی خپل فکرونه په عمل بدل کړي.»
دی وايي، هر څوک کولی شي د خپل راتلونکي کاروبار په اړه «مستدللې طرحې، نوښتونه او اختراعات» له کاري پلانونو سره له یاد شرکت سره شریک کړي څو د دغه شرکت یوه ځانګړې کمېته یې وارزوي.
دی وایي، هغه کسان خبرو اترو ته بلل کیږي چې یاده کمېټه یې طرحې ومني او دی د د دواړو اړخونو له هوکړې سره سم ټاکل شوي شخص سره د پانګونې برخه کې مرسته کوي.
غرنی زیاتوي: «موږ ته د ښه کاروبار طرحه مهمه ده، که هغه په هره برخه کې وي، خو چې د افغانستان له شرایطو سره مناسب وي او د پلي کېدو وړ وي، موږ یې پلي کوو.»
ده وویل، له دې وروسته دې هېڅ افغان دا اندېښنه نه لري چې ګواکې د کاروبار طرحه او نظر لري خو پیسې نه لري. هغه زیاتوي: «دوی دې راوړاندې شي، پیسې موږ ورکوو خو چې کار وکړي.»
د دې خبر په خپریدا نو، نور هغه ځوانان چې په افغانستان کې د بې کارۍ سر ټکوي او یا د خپلو پلانونو د نه عملي کیدا بهانه د بودیجې نه شتون بولي، ټول له مینځه ځي. دا ځکه چې اوس د هیواد ټول ځوانان کولی شي، کابل کې د یاد افغان پانګه وال احمد یار غرني سره وګوري، خپله برنامه ورسره واوروي او خپل پلان شوي کارونو ته عملي کالي ور واغوندي.