امریکا د لاټرۍ له لارې ۵۵۰۰۰ ویزې ورکوي
06 Oct, 2023
Pohantoon by
2023-05-07
Pohantoon by
پوهنتون ویب پاڼه
د انسان په ژوند کې خوب ډير اړين ګڼل کيږي، کم خوبي او يا هم ډير خوب کول د انسان وجود ته ډير زيات تاوان رسوي.
د خوب په تړاؤ کابو ټولې موندنې د مناسب خوب ترسره کولو لارښوونه کوي. په يوې تازه څیړنې کې موندل شوي د ځوان انسان لپاره کم تر کمه ۶ ساعت خوب ډیر اړین دی، له دې کم خوب کول يې په کم خوبۍ کې حسابیږي. کم خوبي انسان کې ډیرې ناروغۍ، د بیلګې په توګه ذهني، رواني او جسماني پیدا کوي.
د چين فوډان پوهنتون د يوې څيړنې په بنسټ ، ۷ ساعته خوب کول، انسان د هر ډول عصبي فشار (ډيپرېش) څخه ژغوري. ياد پوهنتون دغه څپړنه کې د ۵ سوه زره خلکو څخه د کم خوبۍ اړوند مالومات راټول کړي، دغه څیړنه کې د ۴۸۵۰۰ خلکو دماغي پلټنه هم شوې چې موندنې دا ښيي چې انسان لپاره اړین دي چې په ۲۴ ساعتونو کې خپلو خوب باید تر اړینې کچې پوره کړي.
د خوب په تړاؤ یو نړیوال تنظیم www.eossleep.com بشپړ مالومات را ټول کړي چې ستاسي د لا زیاتو مالوماتو لپاره په دې لیکنه کې ځای په ځای کیږي.
له منځني ساعتونو نه زیات خوب کول د شکر ناروغي، د زړه ناروغي، په زړه د حملې ناروغي او همدا ډول د مړینې ګواښونه دي او همدا ډول د کم خوبۍ له امله ستړیا، رواني فشار، ځان وژونکي فکر لرل او همدا ډول د بدن دفاعي سیسټم نیمګړتیاوې رامخته کیږي.