< وروستۍ لیکنې

جالبې عددي شمیرې

2023-04-25

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

که څه هم حسابي عددونه، ۱، ۲، ۳،... د ژوندانه په ټولو کړو وړو کې اړین رول لوبوي او دا عددنونه یواځې د منطقي حسابونو لپاره کاروول کیږي ولې په نړۍ کې داسې جالبې عقیدې او مفکورې شته چې دغه سمبولیکونه هم ترې بې توره نه دي پاتي. د حقیقي عددونو دغه ټولي کې ځينې داسې شمیرې شته چې په نړۍ کې د نیکمرغۍ یا بدمرغۍ لامل ګڼل کیږي. دا عقاید یواځې تر ګڼلو نه دې راټول بلکې داسې بیلګې شته چې د عددونو په کتار کې دا شمیرې ډیری وخت له پامه غورځول شوي او یا له بیخي ډیرې نازوول شوي. لاندې داسې شمیرې در پیژندو چې د نړۍ د بیلا بیلو ملتونو د لورینې یا د تبعیظ او بد چلنۍ ښکار دي او په دا پرمختللي عصرۍ نړۍ کې ورسره ډول ډول سلوک کیږي.

د ۱۳ شمیره: دا شمیره په امریکا کې د یوې ځانګړې ویرې triskaidekaphobia نوم غوره کړی. له دې شمیرې امریکایان دومره ویره لري چې هلته کابو ۸۰ سلنه لوړ پوړیزو ودانیو کې دا شمیر پوړ نه وي، د ۱۲ پوړ پسې نیغ ۱۴ پوړ پیلیږي. امریکا د هاغې جمعې ورځ چې د ۱۳ نیټې سره سمون خوري، د نه پير او پلور له امله میلیاردونه ډالر تاوان کوي.

د ۱۲ شمیره: دا چې دا شمیره د مشهورې نا خوښې شمیرې په څنګ کې ده، سربیره د دې جفت هم ده؛ نو همدا ده چې دا شمیره د نیکمرغۍ لامل ګڼل کیږي او ډيری مینه وال لري. د دې سربیره دا تر ټولو کوچنۍ عددي شمیره ده چې په نیم عدد، د خپل عدد په دريېمه او څلورمه هم برابره ویشل کیږي د ۱۲ شمیرې دا ځانګړنه د ډیرو خلکو زړه راښکي او همدا ده چې د نیکمرغۍ لامل ګڼل کیږي.

د ۳ شمیره: په نړۍ کې د ۳ شمیره هم د نیکمرغۍ ګڼل کیږي، دا ځکه چې د ډیرو خلکو په باور، ۱ نارینه چې د ۱ ښځینه سره واده وکړي؛ نو ترې دریېم انسان پیدا کیږي او ترې ۳ شمیره جوړیږي؛ نو همدا ده چې د نیکمرغۍ شمیره ده. د ۳ شمیره د ډیرو مذهبي اړخونو پورې هم نښلول کیږي. د بیلګې په توګه عیسویان او هندوان يې د خپل مذهبي پدیدو ښکاروندوي کوي.

د ۱۷ شمیره: ايټالویان ۱۷ د بدمرغۍ شمیره ګڼي، همدا ده چې په لیکنو کې يې د عددي شمیرې ۱۷ په ځای رومانوي نښې XVII یا هم VIXI لیکي. د دې شمیرې سره د ايټالیانو حساسیت تر دې کچې دی چې په ډیری حسابونو کې له ۱۷ شمیرې تیریږي. د بیلګې په توګه د کورونو په ادرسونو، د ودانیو په پوړونو او همدا ډول د موټرونو په نومرو کې دا شمیره له پامه غورځول کیږي. جالبه بیا دا ده چې ايټالیان د امریکایانو بر خلاف د ۱۳ شمیره د نیکمرغۍ او خوښیو لامل ګڼي او همدا ده چې ډيره يې خوښوي.

د ۴ شمیره: که څه هم غربي نړۍ د ۴ شمیره د کال د څلورو موسمونو پورې تړي چې له امله د ځمکې نظام چلیږي او همدا دی چې غربي نړۍ د ۴ شمیرې ته ډیر درناوی لري؛ خو له بلې خوا د آسیا ځینې هیوادونه لکه چین، ویټنام، کوریا او جاپان کې د ۴ شمیرې د نوم غږ د هغوي په ژبه د مړینې سره نیږدې دی؛ نو همدا ده چې یاد خلک دا شمیره نه کاروي، نه يې نرخونو کې شته، نه يې په ټولنیز ژوند کې ځای ورکړی. د کورونو، لارو او کوڅو په ادرسونو او همدا ډول د لوړ پوړیزو ودانیو کې دا شمیره نه په سترګو کیږي.

 

د ۹ شمیره: دا چې په جاپانۍ ژبه کې د دې شمیرې اخیستلو غږ د ربړوولو او ځورونو د غږ سره یو شان دی؛ نو همدا ده چې دا شمیره په جاپانیانو ښه نه لګي او کوښښ کوي چې په خپلو حسابي ماملو کې يې وه نه کاروي. جالبه بیا دا ده چې همدا شمیره په چین او ناروی کې د نیکمرغۍ په توګه منلی کیږي.

د ۸ شمیره: که څه هم ۸ په شرقي هیوادونو لکه ویټنام، جاپان او چین کې د نیکمرغۍ شمیره ګڼل کیږي ولې په هندوستان کې دا شمیره د بدمرغۍ په توګه پيژندلی کیږي. دا چې د هندیانو په آند، د نړۍ لويې طبیعې پيښې او ناورینونه په ۸ نیټه ترسره شوي چې ډیری انساني او ودانیزې فاجعې يې درلودې نو همدا ده چې دا شمیره د هندیانو په قاموس کې د بدمرغۍ شمیره ده.

د ۳۹ شمیره: د دې شمیرې د بد لمنۍ پدیده که څه هم له ایران نه د افغانستان هرات ته راوړل شوه؛ خو بیا په افغانستان کې دا شمیره دومره بدنامه وګرځول شوه چې اوس دا جنجال د افغانستان غاړې ته پروت دی. ویل کیږي چې دا شمیره د کومې بد لمنې ډلې د دلال شمیره وه چې په عامیانه ژبه کې ورته مورده ګاو ویل کیږي. دا چې افغانستان کې بد لمني ډیره ستره ګناه او ټولنیز سپک والی دی؛ نو د افغانستان ناپوهې ټولنې دې شمیرې ته دومره هوا ورکړه چې اوس مهال په ټول افغانستان کې يې له کارولو ډډه کیږي. د موټرونو د پلیټ نمبرونو، موبایل شمیرو او نورو داسې ټولنیزو موضوع ګانو کې دا شمیره اوس هم منفوره او شرمیدلې ګڼل کیږي.

 د دې شمیرې په تړاؤ تر ټولو شرمیدلې دولتي پریکړه هغه مهال د افغانستان په تاریخ کې ثبت شوه چې د امریکا سره د امنیتي تړون په پار لویه جرګه کې د بحثونو لپاره د کمیټو شمیر کې ۳۹ عدد ته ځای ورنکړل شو او د ۴۰ کميټو څخه يې د ۳۹ په ځای ۴۰ او د ۴۰ په ځای ۴۱ مه کيمټه ونومول شوه.

که څه هم د پورتنیو ټولو شمیرو د نیکمرغۍ او یا بد مرغۍ په تړاؤ هیڅ روښانه دلیل او تاریخي موندنې نشته؛ خو دا انسانان دي چې د عددي شمیرو دې اوږد قطار څخه يې دا شمیرې په ښه یا بدو ځانګړونو سره جلا کړي. که څه هم د ریاضي علومو څخه ګټه اخیستونکي نجومیان او ورته نور معامله چیان د همدې شمیرو بدلون او ترتیب کې له ځان لپاره ګټې او د نورو لپاره ګواښونه لټوي خو د دې ټولو سربیره بیا هم داسې څه نشته چې په څيړنو او یا تاریخي پلوه د کومې شمیرې ښه والی او بد والی په ډاګه کړي.

د دې سربیره د نړۍ په بیلا بیلو ځایونو کې بیلا بیلو عقیدو او مفکورو د ریاضي عددونو په اړه د ښه والي او بد والي انګیرنې را ټوکولي چې په سیمه ایز ډول ورسره ځانګړی چلن کیږي. که تاسي د دا ډول کوم عدد په اړه څه مالومات لرئ، موږ ته يې را کمنټ کړئ، موږ هم ترې خبرې کړئ. درنښت

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS