< وروستۍ لیکنې

د هندواڼې له روغتیايي ګټو خبر شئ

2023-05-09

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

هندواڼه د اوړي موسم یوه تازه میوه ده چې بدن او پوستکی د اوبو د کمښت څخه ساتي اود دی سربیره د بدن د پوستکي سوخت (دلمر وړانګو له امله چې د انسان پوستکی سوځي، هاغه سوخت) کمولو کې مرسته کوي.

په اوړي یا په دوبي کې زموږ بدن ډیرو اوبو ته اړتیا لري، ځکه چې د هوا په ګرمیدو سره موږ په خپلو ورځنيو کارونو کې د بدن ډیری اوبه د خولو په شکل له لاسه ورکوو. هندواڼه ۹۰ سلنه اوبه او په مغذي موادو، ویټامینونو او منرالونو لرونکې تازه میوه ده، د دې ټولو ګټو سربیره هندواڼه د پوستکي د روغتیا لپاره هم ډیره ګټوره ده.

روغتیا پوهان وايي چې هندواڼه د کولین په نوم یو ډول مواد لري چې د پوستکي د سوخت (دلمر وړانګو له امله چې د انسان پوستکی سوځي، هاغه سوخت) په کمولو رول لوبوي، هندواڼی په جوس کې شته ویټامن A د پوستکي نمجن ساتلو کې پوره مرسته کوي. پوهان وایی چی  په هندواڼه کې د ویټامین سي زیاته کچه د پوستکي لپاره کولګین موادو په تولید کې مرسته کوي کوم چی د بدن پوستکی ته چټکه ګټه رسوي. 

د ویټامن ‌بی ۱، بی ۶ او ویټامن ای سربیره هندواڼه فایبراو ویټامن سي هم لري، کوم چی د سترګو لاندې تورې حلقې له منځه وړي.

هندواڼه د بدن په پوستکي پورې موښل هم د بدن د پوستکي په سر ( په ځانګړې توګه د مخ) د داغونو او خالي ځایونو له مینځه وړولو کې هم مرسته کوي.

هندواڼه ستاسو د وینې فشار نورمال او کنټرول ساتي؛ نو اړینه ده چی په اوړي موسم کې باید هره ورځ هندواڼه وکارول شي.

 تاسي کولی شئ هندواڼه په چاقو سره وخورئ او یا تری جوس جوړ او وڅښئ. دواړه ډول خوراک يې ستاسو د زړه ټکانونه او د وینې لوړ فشار عادي ساتلو کې مرسته کوي.

د دی سربیره هندواڼه په چکنۍ کې هم کارول کیږي، دا ډول کاریدا يې ستاسو د معدې او د بدن خوږواله (شکر) له امله د میتازو سوخت هم راکموي. نو تل کوښښ وکړئ چې د چکنۍ په جوړولو کې د هندواڼی څخه هرو مرو ګټه واخلئ

هندواڼه د لیټیک اسید او فایبر په شمول منرالي ځانګړتیاوې لري چې ستاسی د وینې فشار نورمال ساتلو او ستاسي د وینې جریان په عادي کولو کې مرسته کوي.

هندواڼه د نړۍ په ډیرو برخو کې کرل کیږي او پیدا کیږي. د هندواڼې کرل او ترې میوه لاسته راوړل ډیر آسانه دي.

هندواڼه د افغانستان لر او بر دواړو خواوو کې په ټول ځایونو؛ صوابۍ، مردان، کوهاټ، نوښار، هنګو، بنو، وزیرستان، کوټه، کندهار، هلمند، فراه، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، بغلان، کندوز، فاریاب، بادغیس او د بلخ ولایت په ډيرو سیمو کې کرل کیږي.

د هندواڼې د میوې په وخت کې دا میوه ډیره ارزانه وي او کابو هر انسان يې د اخیستلو توان لري.

نو ګرانو لوستونکیو!

د روغ اوسیدا او همدا ډول د ښه ژوند کولو لپاره باید تل تازه او طبیعي میوو نه کار واخلئ او په بازار کې د تجارتي محصولات لکه کیمیايي انرژیانې او د څښاک توکيو نه باید بیخي ډډه وشي. د هندواڼو په موسم کې د یوې بازاري کیمیايي انرژۍ بوتل په لګښت تاسي کولی شئ ټولې کورنۍ ته هندواڼې واخلئ؛ نو تاسي ټولو ته د دې لیکنې په پای کې مشوره درکوول کیږي چې د ځان او د کورنۍ خیال وساتئ او تل کوښښ وکړئ د خدای تعالی له طبیعي نعمتونو نه ګټه واخلئ او د خدای شکر وباسئ.

يادښت: دا لیکنه د وطني محصولاتو او د طبیعي توکو د ملاتړ په پار لیکل شوې، له تاسي څخه مو هم هیله کیږي چې تر نورو یې ورسوئ او په صدقه جاریه کې برخه واخلئ.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS