امریکا د لاټرۍ له لارې ۵۵۰۰۰ ویزې ورکوي
06 Oct, 2023
Pohantoon by
2023-10-06
Pohantoon by
پوهنتون ویب پاڼه
د امریکا فدارلي جمهوریت د پچې اچونې (لاټرۍ) له لارې دنړۍ ۵۵۰۰۰ انسانانو ته ویزې ورکوي او امریکا ته يې ور غواړي. دا پروسه د امریکا د کډوالۍ ملي ادارې لخوا په لاره اچول شوې او هر کال يې نوم لیکنه ترسره کیږي، او د تیر کال د ترسره شوې پروسې د ګډون والو څخه ۵۵۰۰۰ انسانان امریکا ته غواړي ترڅو هلته میشت شي.
زرین چانس دا دی چې په دې پروسه کې د نړۍ ګڼ میشت هیوادونه لکه هندوستان، چین، پاکستان، برازیل، مکسیکو، فلپین، سویلي کوریا، وینزویلا، ویتنام او څو نورو وګړي نه منل کیږي، مانا دا چې د افغانستان په څیر هیواد چې د ځوانانو شمیر يې زیات وي، د منل کیدا چانس ډیر زیات لري.
د ۲۰۲۵ کال لپاره يې نوم لیکنه همدا اوس پیل شوې چې کابو ۳۱ ورځې ( د نومبر تر ۷مې، ۲۰۲۳) به دوام کوي.
د نوم لیکنې د نیټې پوره کیدو وروسته به د دې پایله په ۴ مئ، ۲۰۲۴ اعلانیږي، لومړنۍ لنډ لیست کې به هم ډیر شمیر کسان وي چې دویم نهايي لیسټ کې به ترې ۵۵۰۰۰ انسانان غوره کیږي او په وړیا ډول به امریکا ته غوښتل کیږي.
دا پروسه ډیره رڼه او پاکه ده، دې کې هیڅ ډول بډې او واسطې نه منل کیږي، دا ځکه چې نوم لیکنه يې په بشپړه ډول آنلاین ده. د نوم لیکنې لپاره يې لاندې مالومات پکاریږي:
ستاسي لپاره د نوم لیکنې ویډیويي لارښود جوړ او لاندې لینک کې خپور شوی، دا درسره وګورئ، ځان پرې ښه پوه کړئ او کوښښ وکړئ، خپله نوم لیکنه مو پخپله ترسره کړئ:
https://www.youtube.com/watch?v=4fiIxEI4ZTc&t=1015s
د نوم لیکنې فورمې او نور اړوند مالوماتو لینک يې لاندې شریک شوی.
نوم لیکنه په ډیر احتیاط سره ترسره کړئ ترڅو تیروتنه ترسره نشي، کوښښ وکړئ، پخپله يې ترسره کړئ او یا مو له کوم ملګري مرسته وغواړئ. که غواړئ، موږ درسره مرسته وکړو، لاندې وټس اپ شمیرې سره اړیکه کې شئ.
0093788296378
دا مالومات مو تر ملګرو هم ورسوئ.