پوهنتون ویب پاڼه
فزیکي تمرین چې د انسان فزیکي او عصبي روغتیا ته ګټه لري؛ خو که څوک وخت نلري او یا ونشي کړای، د ورځې په کم وخت کې زیارکښ تمرین ترسره کړي؛ نو د دې لپاره تر ټولو آسانه او ښه لاره پلی تګ یا پیاده تګ دی. پلی تګ داسې یو تمرین دی چې که تاسي په ۲۴ ساعتونو کې هر څومره هم بوخت یاست او نشی کړای چې د تمرین لپاره وخت وباسي، تاسي کولی شئ د کار ځای نه تر کوره، یاد له کوره تر بازاره او یا له بازاره تر جومات یا بل داسې ځای چې تاسي واټن وهئ، د نورو سورلۍ په ځای پلی تګ او یا په بایسکل ولاړ شئ.
په بایسکل يا په ځانګړې توګه د پلي تګ په اړه ساینس پوهان ډیرې ګټورې موندنې لاسته راوړي، لاندې يې څو موندنې تاسي سره شریکیږي:
- د سترګو لید پیاوړی کوي: د انسان په سترګه کې یوه ناروغۍ چې ګلوکوما نومیږي، په سترګو کې د ننه د یو فشار له امله را پیدا کیږي. د امریکا د سترګو د څيړنیو اکاډمۍ موندنې ښيي چې هر هغه انسان چې فزیکي تمرین لپاره پلی تګ (پیاده تګ) غوره کوي، د هغه کس په سترګو کې را ټوکیدونکی فشار له نورمال حالت نه پورته نه ځي. همدا ده چې ساینس پوهان د سترګو د دغې ناروغۍ نه د خوندیتوب لپاره پلی تګ توصیه کوي.
- زړه له ناروغیو روغ ساتي: پلی تګ د زړه ناروغانو لپاره ګټور بلل کیږي، ترڅنګ يې دا تګ کولی شي، د زړه په وړاندې د را توکیدونکیو ناروغیو لاملونه وټکوي او زړه د تل لپاره خوندي او روغ وساتي. د بیلګې په ډول لاندې هغه لاملونه چې د زړه د ناروغۍ لامل ګرځي، د پلي تګ له امله سرکوزي ساتل کیږي.
- د وینې کم فشار نورمال ساتي
- د وینې حرکت او لیږد تنظیموي
- د زړه ټکان ځواکمنوي
- په وینه کې د کولیسټرولو کچه نورمال ساتي
- په بدن کې د وازګو کچه نورمال ساتي
- په بدن کې د آکیسجن لیږد نورمال ساتي
- د بدن غړي ځواکمن ساتي
- په زړه د حملې اټکل راکموي
- د بدن هډوکي او د بندونو جوړښت ځواکمنوي: د انسان په بدن کې هډوکي او بندونه د عمر په تیریدا له ځواکه غورځي او له مینځه ځي. پلی تګ هغه څه دي چې د بدن هډوکي تر ډیره ځواکمن ساتي او که چیرې د بدن کوم هډوکی یا د هډوکو بند زیان ویني، پلی تګ يې ژر تر ژره بیا رغیدا کې مرسته کوي.
- د انسان عصبي حالت مثبت خواته بیايي: روغ عصبي حالت د ټولو انسانانو لپاره اړین دي. روغ او مثبت عصبي حالت انسان له منفي فکرونو، نیوکو او وروسته والي ژغوري او د ژوند په چارو کې يې لا پیاوړی کوي. پلی تګ هغه څه دي چې د انسان عصبي حالت مثبت لوري ته بیایي اوله منفي فکرونو يې خوندي ساتي.
- د بدن زیاتي وزن راکموي: دا مهال په نړۍ کې انسانان د وزن د ډیرښت له امله کړیږي. ډیری انسانان چې په بدن کې يې ناکاره وازګو ځای نیولی وي او د بدن په هډوکو يې لوي وزن امبار وي، په دې لټه کې دي چې د بدن زیاتي وزن راکم شي. ډیری انسانان خو لا دومره ورته انديښن دي چې د وزن کمولو لپاره ډول ډول فزیکي تمرینونه کوي، درملونه کاروي او له ډیری وخت د خوراکونو رژیم ټاکي. پلی تګ هغه ارزانه او آسانه چاره ده چې په ترسره کولو يې د انسان له بدن څخه زیاتي وازګې ویلې کیږي او بدن لا پسې پیاوړی او ځواکمنوي. پلی تګ د انسان بدن کې د میټابولزم کچه چې له امله يې له خوړو انرژي جوړيږي، لا پسې چټکه کوي او همدا ده چې په بدن کې د وازګو د ایساریدو مخه نیسي. پلي تګ له امله د معدې فعالیت هم پیاوړی کیږي او همدا ده چې د د انسان د هضم پروسه پیاوړې کوي چې له امله يې نه دا چې د شکر ناروغیو مخه نیول کیږي بلکې تر څنګ يې د بدن غړي لا پسې ځواکمنوي.
دا چې اوس مهال کاري مصروفیتونه ورځ تر بلې زیاتیږي او انسانان د فزیکي تمرین ته د ځانګړي وخت نشي ورکولی. له بلې پلوه، د ژوند ټولې چارې ماشیني شوي؛ نو د انساني بدن د روغتیا لپاره تر ټولو آسانه، ارزانه او ساده لاره همدا ده چې باید کم تر کمه ۳۰ دقیقې پلی تګ ترسره شي. دا پلی تګ کیدای شي، له کور نه تر کار ځایه تګ، له ښوونځي تر کوره، جومات ته د تګ راتګ او یا په کاري انګړ کې د ګرځيدا له لارې ترسره شي. که داسې هم نشي کولای؛ نو بیا کولی شئ، د اوسیدنځای او یا ګاونډ کې مو د تګ را تګ له لارې کم تر کمه د ۳۰ دقیقو پلی تګ حتمي کړئ. دا ځکه چې ژوند یو وار راځې او مه پریږدئ دا ژوند په ناروغیو او بدبختیو کې تیر کړئ.
پوهنتون دا مالومات د عامه پوهاوۍ او لارښوونو لپاره تر تاسي رسوي، تاسي نه هم هیله کیږي چې د ملګرو سره په شریکولو يې زموږ دې خیریه کار کې ملګري شئ. – درنښت ـ