< وروستۍ لیکنې

د قزاقستان د ۵۵۰ د بورسونو خبرتیا

2023-06-11

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

د قزاقستان د زده کړو او ساینس وزارت لخوا د ۵۵۰ تعلیمي بورسونو د ورکړې اعلان خپور کړی. ښه چانس دا دی چې یاد بورسونو کې افغانان هم مني او بیا تر دې ښه چانس دا دی چې په یاد بورسونو کې ۴۹۰ بورسونه د لیسانس زده کړو لپاره دي، مانا دا چې د دولسم ټولګي تازه فارغین او همدا ډول داسې کسان چې دولسم يې لوستی وي، د شاملیدا تر ټولو ښه فرصت له ځانه سره لري. پاتې ۶۰ بورسونو کې يې ۵۰ د ماسټرۍ او پاتې ۱۰ بورسونه يې د دوکتورا لپاره ځانګړي کړي.

یاد بورسونو لپاره د نوم لیکنې فورمه په روسي، قزاقي او یا انګليسي ژبه ډکیږي.

د بورسونو لپاره اړین شرطونه په لاندې ډول دي:

  • مینه وال باید سکین کاپي ولري
  • د پخوانیو زده کړو ټول اسناد باید د اړوند ادارو نه تصدیق شوي او همدا ډول د افغانستان د باندنیو چارو وزارت تصدیق ولري ( مانا دا چې د لیسانس لپاره د ۱۲ شهادتنامه د زده کړو وزارت او بیا باندنیو چارو وزارت نه تصدیق شوي وي، د ماسټرۍ لپاره د لیسانس سند او ټرانسکرپټ د لوړو زده کړو وزارت او همداسې د باندنیو چارو وزارت تصدیق ورسره ولري، همداسې د دوکتورا لپاره د ماسټرۍ سند او ټرانسکرپټ هم باید ورسره تصدیق شوي شتون ولري)
  • د زده کړو لپاه Motivational Letter ( انګیزه لیک) مانا داسې لیکنه چې ولې غواړې نورې زده کړې وکړې، ولرئ. د انګیزه لیک د نمونې ترلاسه کولو لپار مو د وټس اپ نمبر راکمنټ کړئ، موږ يې نمونه در لیږو.
  • د زده کړو لپاره باید د پخواني تعليمي ادارې چې تاسي پکې زده کړې کړې، Recommendation Letter ( تایید یا ملاتړ لیک) ولرئ، همداسې چیرې چې وظیفه لرئ، د خپل مدیر یا ریس لخوا هم باید یو ولرئ.
  • له هیواد نه بیرون د زده کړو لپاره باید د افغانستان له کومې شفاخانې یا ډاکټر نه روغتیايي سند ولرئ، د یاد سند نمونې لپاره مو وټس اپ شمیره کمنټ کې ولیکئ، موږ يې نمونه درلیږو.
  • د یاد بورسونو لپاره باید لومړی د قزاقستان پوهنتونو لیست وګورئ، هلته د خپلې خوښې پوهنځې یا درسي پروګرام خوښ او له هغه ځایه باید منل لیک ولرئ یا کم تر کمه د خوښې څانګه نهايي کړې ولرئ او په یو مخ کې د یادې څانګې په اړه لومړني مالومات ولیکئ، اسنادو سره يې ولرئ.
  • د دوکتورا لپاره باید مخکې له مخه د تحقیق لیکل شوی پلان ولرئ، ځان لپاره مو باید پوهنتون، پوهنځی او د تحقیق سپروایزر په پام کې نیولی وي.
  • د انګلیسي ژبې نړیوال سند ټافل او یا آیلټس ولرئ. که چیرې له یاد سندونو نه وي، کم تر کمه داسې سند چې وښايي پخوانۍ زده کړې مو په انګلیسي ژبه وې او یا په انګلیسي ژبه واکمن یاست ولرئ.
  • په یاد ولرئ، چې دا ټول اسناد باید په یوه ژبه روسي، قزاقي او یا انګلیسي اماده کړئ، د بورس فورمه ډکه کړئ او ټول اسناد يې د بورسونو دفتر ته ور ولیږئ.

د قزاقستان د بورسونو امتیازات په لاندې ډول دي:

  • زده کړې په بشپړه توګه وړیا دي
  • د اوسیدو لپاره لیلیه ورکول کیږي
  • روغتیايي بیمه ورکول کیږي
  • میاشتینی جیب لګښت ورکول کیږي
  • قزاقستان ته د یو وار تګ او بیرته هیواد ته د تګ لګښت ورکول کیږي.

په یاد ولرئ، ستاسي د لا پوهاوي او آسانتیا لپاره د نوم لیکنې ویډیويي لارښود جوړ شوی، دا درسره په لاندې لینک کې وګورئ.

https://youtu.be/Lzdm4PGLKag

د نوم لیکنې وروستۍ نیټه د ۲۰۲۳ میلادي کال د جون تر ۳۰ ده، ژر تر ژره مو ورته اسناد اماده او نوم لیکنه مو ترسره کړئ.

پوهنتون ویب پاڼې ستاسي د آسانتیا لپاره د قزاقستان هیواد د دولتي پوهنتونونو لیست خپور کړئ، د راتلونکیو زده کړو لپاره مو د خوښې څانګه، لاندې پوهنتونو کې بیامومئ:

1. Al-Farabi Kazakh National University

2. L.N. Gumilyov Eurasian National University

3. Satbayev University

4. Abai Kazakh National Pedagogical University

5. Kazakh National Women's Teacher Training University

6. Kazakh National Agrarian Research University

7. K. Zhubanov Aktobe Regional University

8. Almaty University of Power Engineering and Telecommunications

9. Y. Altynsarin Arkalyk Pedagogical Institute

10. Kh. Dosmukhamedov Atyrau University

11. Utebayev University

12. D. Serikbayev East Kazakhstan Technical University

13. S. Amanzholov East Kazakhstan University

14. I. Zhansugurov Zhetysu University

15. M.Utemisov West Kazakhstan University

16. Zhangir Khan West Kazakhstan Agrarian-Technical University

17. S. Seifullin Kazakh Agro Technical University

18. Kazakh Ablai Khan University of International Relations and Foreign Languages

19. E. Buketov Karaganda University

20. Karaganda Technical University

21. Karaganda Industrial University

22. Yessenov University

23. Sh. Ualikhanov Kokshetau University

24. A. Baitursynov Kostanay University

25. Korkyt Ata Kyzylorda University

26. Toraighyrov University

27. Pavlodar Pedagogical University

28. Rudny Industrial Institute

29. M. Kozybayev North Kazakhstan University

30. M. Dulaty Taraz University

31. Shakarim University

32. South-Kazakhstan State Pedagogical University

33. M. Auezov South-Kazakhstan State University

34. Astana IT University

35. Kazakh-British Technical University

36. M. Narikbayev KAZGUU University

پوهنتون ویب پاڼې دا خبرتیا تر تاسي د ثواب په نیت تر تاسي رسوي، ستاسي نه مو هم هیله کیږي چې د افغانانو د پوهاوۍ برخه کې زموږ ملاتړ وکړئ او دا زیری نورو ملګرو ته د فیسبوک، ایمیل، ټويټر او وټس اپ له لارې ور ولیږئ. ثواب کې برخه واخلئ.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS