< وروستۍ لیکنې

د جاپان شوجي چې کار يې ”بې کاري“ ده

2023-04-24

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

شوجي موراموټو به په نړۍ کې یواځینی انسان وي چې کار يې بې کاري ده او د همدې لارې ګټه لاسته راوړي.

۳۸ کلن شوجي موراموټو د جاپان پلازمینې ټوکیو اوسیدونکی دی چې په یوه ملګرتیايي ناسته ۷۱ امریکايي ډالره لاسته راوړي.

د رويټر خبري اژانس سره مرکه کې، ښاغلي موراموټو زیاتوي چې د نوموړي کار اصل کې بې کاري ده؛ خو بیا هم د خپل مشتري خوښې ته په کتو هغه چوپړتیاوې وړاندې کوي چې مقابل لوری يې ترې څخه غواړي.

ښاغلي موراموټو تر دا مهاله ۴۰۰۰ لنډمهاله کاري چوپړتیاوې وړاندې کړي دي. نوموړی د خپل ټویټر پاڼې له لارې چې کابو ۲۵۰ زره کسان يې څارګر دي، خپل مشتریان پیدا کوي او ورته خپلې چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د ښاغلي موراموټو ډیری مشتریان تکراري وي، داسې مشتري هم شته چې ۲۷۰ وارې يې د موراموټو د ناستو چوپړتیاوې ترلاسه کړي.

د نوموړي له کارونو څخه، خپل مشتري سره بازار کې ګرځيدل، پارک ته تلل، ریسټورانټ کې ډوډۍ خوړل، میله کول، مخامخ کرار کیښناستل، موټر کې سفر کول، انځورونه ویستل او دې ورته نور خوشې تشې کارونه دي.

د نوموړي په کارونو کې عجیب و غریب کارونه په سترګو کیږي، د نوموړي په کارونو کې یو وار موراموټو د خپل مشتري سره پارک ته تلی او ورسره يې ځانګو لوبې کړې، همداسې یو وار يې د خپل مشتري په غوښتنه ریل ګاډي ته ختلی او له ښیښې یې خپل مشتري ته د خدای په آمانۍ سلام کړی او ورته يې د بای بای لاسونه خوځولي.

د ښاغلي د دغه ناکاره کارونو نه هیڅکله دا مانا نشي کیدای چې باید هر څه چې مشتري وغواړي، باید موراموټو يې ترسره کړي. د بیلګې په توګه، موراموټو څخه وغوښتل شول چې د مشتري یخچال له یو ځای نه بل ځای ته ولیږدوي، همداسې ترې وغوښتل شول چې د مشتري په غوښتنه ورسره کمبوډیا هیواد ته ولاړ شي، همداسې ترې څو وار جنسي غوښتنې هم شوي، چې د موراموټو په وینا يې مشتریانو ته منفي جواب ورکړی.

د رويټرز خبري اژانس سره مرکې نه څو ورځې مخکې ښاغلی موراموټو د یوې ۲۷ کلنې ښځې چې هندي ساړي کالي يې اغوستلي ول، د چای څښکلو په پار وسره ناست و او آزادې خبرې يې ورسره کړي. یادې ۲۷ کلنې ښځې غوښتل چې ساړي لباس کې مخکې له دې چې عامه ځای ته ووځي او د خلکو د عکس العمل نه مایوسه او یا تاثیر لاندې رانشي، اړتیا وه چې موارموټو سره کیښني او خپله ویره مخکې له دې چې په ساړي لباس کې عام محضر ته ووځي، لازمه زړورتیا ترلاسه کړي.

مخکې له دې چې موراموټو  دغه دنده خپله کړي، هغه د یوې چاپ کمپنۍ سره کار کاوه او ډیری وخت به ورته د ناکاره خطاب کیده، اوس مهال ښاغلی شوجي موراموټو د خپلې ناکارۍ له امله په جاپان کې مشهور دی او د همدې لارې معاش لاسته راوړي.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS