امریکا د لاټرۍ له لارې ۵۵۰۰۰ ویزې ورکوي
06 Oct, 2023
Pohantoon by
2023-04-28
Pohantoon by
پوهنتون ویب پاڼه
په داسې حال کې چې مونږ د مور او پلار په توګه غواړو خپل ماشومان په ښه توګه وساتو، کله کله مونږ باید دوی ته اجازه ورکړو چې خپلې ستونزې خپله هوارې کړي، همدارنګه مونږ هم غواړو چې دوی پورته کړو او هر ډول مرسته ورسره وکړو، مګر ځینې وختونه داسې کول ناسمې نظریې د دوی په سر کې اچوی.
د ښه مور او پلار په توګه موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ کوچنیان د خپلو کړنو مسوول دي، نو کله چې دوې ریښتینې نړې ته راوځې او چاته زیان رسوي، نو دوې ته به د خپلو کړنو سزا ورکول کیږي. دا د دې په معنی نه ده چې دوي دې ټولې چارې په خپله ترسره کړي مګر موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې دوي کولی شي ټولې چارې په ښه توګه خپله ترسره کړي.
لاندې غواړم تاسو ته هغه لارې چارې وښیم چې کولی شي د پورته اهدافو په ترسره کولو کې مرسته وکړي، که څه هم ځینې وخت کیدای شي ستاسو ماشومان په ستونزه کې وې، خو دا د ژوند یوه برخه ده او موږ کولئ شو یوازې وزغمو:
موږ ټول انسانان یو، او د نیمګړتیاوو ډک یو نو که ستاسو کوچنیان غلطي کوي پرته د دې چې ویې وهې ورسره کینې او خبرې ورسره وکړئ په دې ډول به هغوې د خپلو غلطو کړنوڅخه زده کړه وکړئ او په راتلونکې کې به یې تکرار نه کړئ.
۲ - هغوی ته همدردی او زړه سوی ورزده کړئ:
د کوچنی عمر څخه خپلو ماشومانو ته دا درس ورکړئ چې باید د نورو خلکو سره مرسته وکړي او د ستونزو پر مهال په هغوې پاملرنه وکړو. دا د دې پنځه لارو تر ټولو مهمه برخه ده.
۳ـ خپلو کوچنیانو ته په کورنې کې واک ورکړئ:
خپلو کوچنیانو ته دندې وسپارې او تعقیب یې کړې تر څو هغه ترسره کړئ، په دې سره دوې ته دا احساس ورکړې چې په کورنې کې واک لري.
۴ . تل هغوی ته اجازه ورکړه چې مرسته وکړی:
کله چې دوی غواړی چې تاسو سره د یو څه په ترسره کولو کې مرسته وکړئ، دوی پرېږدئ. په دې ډول هم تاسو سره مرسته کوي او هم خپله زده کړه کوي که څه هم هغه کار وړوکې وې خو ستاسو د کوچنیانو په ذهن ښه اغیزه کولئ شئ.