< وروستۍ لیکنې

بابا او لمسۍ ورته مهال، له پوهنتون نه د لیسانس زده کړو نه فارغ شول

2023-04-28

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

تاسي ته به دا عجیبه وي چې څنګه یو ۸۸ کلن بابا د ۲۳ کلنې لمسۍ سره ورته مهال کې د لیسانس کچې زده کړو نه خلاصیږي؛ خو همداسې شونې ده. دا پيښه د امریکا په ټیکساس پوهنتون کې د ۲۰۲۱ میلادي ډسامبر میاشت کې را برسیره شوه چې کله د فراغت لمانځ غونډه کې ۸۸ کلن رینی نیرا په اقتصادي زده کړو کې د لیسانس کچې زده کړو ډیپلوم ترلاسه کړ او ورته مهال يې ۲۳ کلنې لمسۍ میلاني سالازار په هنري زده کړو کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. د فراغت دا لمانځه د ناستو خلکو د زړه راښکو وړ وګرځیده او همدا وه چې د پوهنتون د ټویټر نه لاندې ټویټ خپور شو.

( د یوې کورنۍ موخې ترلاسه شوې)

دا پیښه د یادې کورنۍ لپاره ډیره هیښونکې ځکه وه چې د فراغت غونډې ته د بلنو لپاره د بابا د فراغت لمانځ غونډې کارټ يې ترلاسه کړ او وروسته خبر شول چې بابا يې نیمګړې زده کړې بیا پیل کړي او په نښه شوی هدف يې ترلاسه کړ. همدې کیسې په اړه د ښاغلي سوزی قسیم غوره وینا چې وايي؛ د زده کړو لپاره نه ډیر زوړ يې او نه دومره کوچنی يې چې زده کړې در څخه ډیرې لوړې دي.

د فراغت وروسته مالومه شوه چې بابا يې د زده کړو ۷۰ کلنه هجران پای ته رسولی او په نوي هوډ يې ټاکل شوې زده کړې ترسره کړې. ښاغلی رینی چې ۱۸ کلن و، د خپلې میرمنې سره د مینې پیلولو له امله يې لوړې زده کړې نیمه کې پریښودې او واده يې وکړ. د کورنۍ جنجالونو او اقتصادي ازمیښتونو پرینښود چې د نوي ژوند پیل سره خپلې زده کړې هم مخته یوسي.

 ښاغلی ریني زده کړې پرې ایښې وې خو کرار نه و ناست او په ټولنیزو اقتصادي چارو کې يې ونډه اخیسته او د لوړو زده کړو هوډ يې لا هماغسې په سینه کې ژوندی ساتلی و، همدا ول چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې بیرته پوهنتون ته مخه کړه او نیمګړې زده کړې يې بیرته پیل کړې.

دا چې د زده کړو په مهال له کورنا ساري ناروغۍ هم د نوموړي د زده کړو د سرته رسولو مخه ډب او نوموړی يې ناروغ کړ ولې هوډ يې لا هماغسې تازه او غښتلی و، همدا ول چې د کرونا ګواښوونکیو څپو وروسته يې زده کړې را ټولې او د لیسانس سند يې ترلاسه کړ.

د بابا لمسۍ لپاره ښايي دا نادره تجربه وي چې پوهنتون کې يې د بابا سره هم مهاله زده کړې مخته وړلې او اوس مهال د فراغت صحنه داسې لمانځي چې ۸۸ کلن بابا يې د معذورانو په بایسکل خپل سند ترلاسه کولو، ځانه سره راوستی. دا پيښه د ټولو هاغه کسانو لپاره چې زده کړې يې نیمګړې پرې ایښي یو ښه مورال ورکوي چې باید له همدې کیسې وهڅول شي او د زده کړو نیمګړي ارمانونو ته د پای ټکی کیږدي.

دا مالومات تر تاسي د پوهنتون ویب پاڼې لخوا وړاندې شول، تاسي څخه مو هیله کیږي چې دا مالومات تر نورو ورسوئ او نور هم وهڅوئ چې خپلې ودرول شوې زده کړې بیرته پیل کړي.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS