< وروستۍ لیکنې

د نړۍ ۱۰ حیرانونکي قوانین

2023-06-30

Pohantoon by

single-post-image

پوهنتون ویب پاڼه

ټوله نړۍ د ښه ژوندون مخته وړلو لپاره قوانین لري. دغه قوانین د هرې سیمې د دین، عقیدې او کلتوري اړخونو ته په پام کې نیولو سره جوړ شوي او د همدې قوانینو په بنسټ هلته ورځینۍ چارې تنظیميږي.

څرنګه چې د ځمکې په سر انسانان بیلابیل فکرونه لري، همداسې دولتونو لخوا داسې هیښونکي قوانین هم جوړ شوي چې کیدای شي تاسي ورته ګوته په غاښ پاتې شی. دې برخه کې تاسي سره د نړۍ داسې ۱۰ قوانین وړاندې کیږي چې کیدای شي ستاسي لپاره هم ډیر هیښونکي وي.

  1. جورجیا هیواد چې ډیری خلک يې د غرجستان په نوم هم پيژني. په غرجستان کې قانون دی چې چرګان حق نلري له یو سړک ها خوا واوړي. د دې قانون موخه دا ده چې چرګان باید د ساتونکیو لخوا خوندي وي. که چیرې د چرګانو پالونکي دا کار ونکړي او چرګان له سړک بل خوا واوړي؛ نو پالونکی به يې جریمه کیږي.
  2. ډنمارک چې اروپايي هیواد دی، د نوي زیږدونکیو لپاره مخکې له مخه د نومونو لیست آماده لري. ډنمارکي ملت یواځې د ۷۰۰۰ لیست شويو نومونو څخه خپل پیدا شوي ماشوم ته نوم ټاکلی شي او پرته له یاد لیست څخه حق نلري چې بل نوم ورته وټاکي.
  3. وینس د ايټالیا یو ښکلی ښار دی چې ورته له ټولې نړۍ سیلانیان راځي. دغه ښار چې څو سیلاني ځایونو کې کوترې هم لري او ډیری وخت ورسره ورغلي سیلانیان انځورونه کښي. سیلانیان کوترې ځانته رانیږدې کولو په پار، غلې دانې وړاندې کوي. د وینس ښاروالۍ په ۲۰۰۸ میلادي کې د سیلانیانو لخوا غلې دانې وړاندې کول منعې او جرم اعلان کړ. وروسته له ۲۰۰۸، هر څوک که کوترې ته په غلې دانې وړاندې کولو ولیدل شي، ۷۰۰ یورو جریمه پرې کوي. دا ځکه چې د کوترو ډیرښت او هر ځای الوتل، ځايي سیمې په مرداریو ولړلې او د یاد ځای په پاکولو له کبله، ځايي هر کس په کال کې ۲۷۵ لګښت پرې کړ.
  4. سریلانکا چې په سویلی آسیا کې یو بودايي هیواد دی. د سریلانکا وګړي بودايي مذهب لرونکي دي او همدا ده چې د هیواد قانون يې هم په همدې مذهب ولاړ دی. په سریلانکا کې هیڅوک حق نلري چې د بت مجسمې ته شا ور واړوي. دا ځکه چې سریلانکایان بت ته شاه اړوول بې احترامي ګڼي. هر څوک که بت ته په شاه ور اړولو ولیدل شو، جریمه کیږي.
  5. ټورنټو چې د کاناډا يو ښار دی. د ټورنټو ښار په ونو کې ختل ناقانوه ګرځولي. هلته که څوک ونې ته د ختلو لیوالتیا پیدا کړي؛ نو باید له ښاروالۍ اجازه واخلي. په ۲۰۱۳ میلادي کال کې، یوې ونې د ختلو له امله ښاروالۍ ۳۵۰ ډالره جریمه لاسته راوړه. 
  6.  هواوې چې د امریکا یو ایالت دی. هلته لویو لویو اعلاناتي لوحو د لګولو اجازه نه ورکول کیږي، یواځې هغه کسان چې غواړي لويې لويې لوحې ولګوي، اړ دي چې لومړی باید خپله ځمکه ترلاسه کړي او بیا په هماغه اخیستل شوي ځای اعلان ولګوي.
  7. سنګاپور کې له ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې په ژاولو کارولو بندیز لګولی. سنګاپور ته د ژاولو په واردولو، پلورلو او اخیستلو بشپړ بندیز لګولی. هر هغه کس د ژاولو سره ونیول شي، جریمه او آن چې بند ته هم لیږدول کیږي. سنګاپور کې یواځې هغه ژاولې چې غاښونو لپاره د درمل په توګه کاروول کیږي، اجازه لري. 
  8. سویډن کې وروسته د شپې د لس بجو په تشناب ته د تګ بندیز دی. مانا داچې، که تشناب ته دې اړتیا هم شوه؛ نو باید په ډیره چوپتیا به دې ستونځه حل کړې، ځکه که په تشناب کې د کړپ کړوپ او یا د اوبو د شور له امله مو ګاونډي و ځورید؛ نو هغه کولی شي، په وړاندې مو محکمې ته ولاړ او تاسي پرې جریمه کړي.
  9. په روسیه کې په خیرن موټر کې ګرځيدل منعې دی. که تاسي د روسیې په کوم ښار کې په خیرن موټر کې په ګرځیدا ولیدل شی، سمدلاسه د ترافیکي جریمې سره مخ کیږی، دا ځکه چې روسیې دولت نه غواړي په ښارونو کې يې خیرن موټر ولیدل شي.
  10. په فنلینډ هیواد کې ټیکسي وانان نشي کولی چې د دندې په مهال سندرې واوري. که چیرې د دندې په مهال ټیکسې کې سندرې اوریدل کیږي؛ نو باید ټیکسې وان يې د اوریدا فیس پرې کړي.

دلته مو ملاتړ وکړئ

وروستي پوسټونه

COMMENTS